
یو خوا په ظاهره عبادت لمونځ او سجدی کوي
بل خوا د کافرو سه د کفر وظیفی کوي
دی دی د تکفیر ابلیس په ګوتو یی ورکړی یو
هسی تش به خوله راته د ورور ورورۍ پیښی کوي
روغ تری نه خلاصیږی د ظالم خونه به ورانه کړی
خیر دی که پښتون ورته نن هسی حوصلی کوي
پام کړئ پښتنوچی په مغول باندی غلط نه شئ
هسی په خوله وایی نه له زړه نه دا وعدی کوي
څنګه تری روغ خلاص شومه حیران یمه پخپله زه
دا وه معجزه ، ګنی د یار مخ خو شغلی کوي
ما دی پیژندلی ټول شیخان زمونږ د کلی اوس
کار یی شیطانت دی تش په خوله دوی مسلی کوي
ای د ګلو ونی ستا ګلونه همیشه اوسه
کل باندی مین به تل د ګلو نه غنچی کوی
تاته مطیع وایی ټوله ستا یمه لږ وار وکړه
تانه چی پناه شی نو رقیب ته اشاری کوي
یو ښکلی تصور د شنو باغونو اود ګلو
پکی مستی تو تکی دی نڅا ده د بلبلو
ډیر تږی د دیدن یم خمار شوی یم له سترګو
دا مستی اداګانی ستا لبان د ښکلولو
په خیال کی دی ډوب شوی یم دا ستا غیږی ته تللی
بس مینه او وصال دی اندیښنه نشته د تللو
یم ناست په میخانه کی تصور د یار د سترګو
یو زه یم یو ساقی دی ډک جامونه دی د ملو
په سور پالنګ کی ناست می د خپل یار سره خلوت دی
په ځیر ځیر ورته ګورم نه مړیږم په کتلو
په هوش کی چی لږ راغلم شومه پوهه چی دا خیال دی
هر څه شاعرانه وه خو زړګی می نه منلو
په خیال او تصور کی د مطیع مینه شوه ورانه
پوره یی ارمان نشوه ځوانیمرګ ورژیدلو
یو ګل یی له ګلونو چی له څانګی رانسکوره شی
خوره لکه پیروته (ګل نکهت) او زما له زړه چاپیره شی
د وصل خاطرو کی چی پوره می ارمانونه شی
شه اوښکه د خوښی می بدرګه تر لیمو تیره شی
وعدی د بیا لیدو دی چی د سترګو کنج کی وینمه
په زړه کی می دننه لوی طوفان شی رابرسیره شی
وروورو می لکه سیوری له نظره پناه کیږی ته
دیدن په ما قحط نه کړی نه په زړه می دغه ویره شی
زما کله هیریږی ستا دوه سترګی می په زړه نقش
په سترګو مطیع ړوند شه تر قیامته که یی هیره شی
یو وار راوګوره نظر می په نظر کیږده
دا تور باڼه دی زماد زړه باندی خنجر کیږده
زړه دی په سترګو رانه وړی تش ګوګل پاتی دی
غمر تیریږی راشه سر می په ټټر کیږده
حسن دی څاڅی له رخساره ورته ګورم اشنا
کتو کتو کی سوی داغ می په ځیګر کیږده
سترګی پیالی که د شرابو د نشو د ی تږی
خمار د عمر می پوره کړه دا اثر کیږده
خالقه ستا په در کی کم به نشی امن غوا ړم
زما ولس باندی تودی وړانګی د لمر کیږده
رحم ونه کړی نیغ پر نیغه دی ګذار وکړه
قیامت په زړه باندی چی جوړ شی پری محشر کیږده
سنا خو وجود دی مطیع هر پښتون په لر او بر کی
اوس پښتونخوا د زړه لپاسه پاس په سر کیږده