غزل

چي کړم پورته داخپل سروخت وي تیرشوئ
راختلئ هـــــــم وي لمـــر وخت وي تیرشوئ
 
تــــــرخـــــتلو دلـــــــمر وړانــــدې پسې وزه
کارچي کړې پـــــه ماذیګروي وخت تیرشوئ
 
خپــــــــل دښمن ته به له وړاندې سنجوې لار
بیـــاهیڅ نه شي په ژر ژر وخت وي تیرشوئ
 
ددنیـــــــاپــــــــــه دغـــه لنډ او ګنډ دوران کښي
چي په ځان شي څوک خبر وخت وي تیرشوئ
 
 عمــــــري هغه مــــــــرغه کــــــــــه شوپر زخه 
رپـــــــــوي که بیـــــــا وزر وخت وي تیرشوئ
----
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ