هېنداره

د زړه، زړه ته لار وي.
او زړه هغه هېنداره ده چې د ژوند بېلابېل حقایق پکې لیدل کیږي.
ساده آینې هم هغه صیقل شوي سطحې دي چې مختلف رنګونه او جلاجلا څېرې پکې کتل کیږي.
اوبه هم یوه ښویه او صیقل شوي سطحه ده او مختلفو اشکالو ته انځوریزه بڼه ورکوي.
د عشق نړۍ هم د هېندارو هغې درې ته ورته ده، په کومه  کې چې عاشقان د جنون اسرار لټوي.
د ژوند فلسفې هم د کاڼي له کرښې رنګ اخیستی او د کاڼي کرښې هم له ځانه سره ډېرې خاطرې لري.
هو! زمونږ زړونه هم عجیب جوړښت لري او تر ننه یې د کاڼي کرښې او صیقل شوي سطحې د ځانه سره ساتلي دي او زمونږ لیونۍ مینې هم په همدې هېنداره کې د جنون رنګ پرېښودلی.