د ښاغلي ساده حيدرخېل څو شعرونه

چې مې تاته کله هيله شي ملگريه!
هغه هيله مې نهيله شي ملگريه!
هر بې کيلې(۱)که په کيله کې داخل شي
د ژوند چارې به په کيله شي ملگريه!
ته چې څه کړې واړه  ښه کړې واړه  ښه کړې
خو گيله راته طحويله شي ملگريه!
څوک د مينې بدل نه غواړي له چا نه
ياري ورانه له بديله شي ملگريه!
د کعبې د ورانولو په نيت راشي
خو نيمگړې يې له فيله شي ملگريه!
د ساده له زړه  نه، نه وځې خبر شه
فاصله که په زر ميله شي ملگريه!
٣٠/٠٤/١٣٨٥
حيدرآباد
 
(۱)   کيله :  زموږ په لهجه کې  ليکې _کرښې  ته وايې.
 
 
ستا د سترگو ميکدې ته سړى لاړشي
لکه هوبهو کعبې ته سړى لاړشي
تا مني سبا به تا ته هم در درومي
خدايه څنگه بُتخانې ته سړى لاړشي
که د سرو زرو محل کې يې ژوندون وي
خو اخېر به هديرې ته سړى لاړشي
د دنيا وفا دې خپله کړي ور ياده
چې د مړي جنازې ته سړى لاړشي
د جانان په يادولو ساده گوره
هديرې يا جېلخانې ته سړى لاړشي.
٣٧/٠٤/١٣٨٥
حيدرآباد
 
پراته پکې د راز يوه خبره ده جانانه
د سوي زړگي چيغه مې سندره ده جانانه
نه دم دى نه تعويز او نه بندۍ د کوم کوډگر ده
په غاړه مې د ستا د نامې زغره ده جانانه
بقا د خپلې مينې به مدام له خدايه غواړو
زمانه ډېره کوډگره جادوگره ده جانانه
ايله راته په سترگو کې مسکى مسکى مسکى  شه
رقيب راسره کړې سخته غوره ده جانانه
دنيا به ستا له مخه ساده وگوري په ځان کې
راځه چې آيېنه يې بې جوهره ده جانانه.
٠٤/٠٥/١٣٨٥
څړبنى / خوست