څوک د پاچاهۍ وړ دی؟

ژباړه: زرمينه روهي
 
پخوا وختو کې یو پاچا و، دوه زامن یې لرل. ده باید له خپلو دوو زامنو یو د پاچاهی لپاره غوره کړی وای. د دې لپاره چې پوه شي کوم یو د پاچاهی وړتیا لري دواړو ته یې وویل:
 زه تاسو هر یوه ته ۵ د سپینو زرو سکې درکوم. تاسې باید په دې پیسو داسې څه واخلی چې د باندې ستر سالون په ډک کړئ. تر ماښام وخت لرئ، هر یوه چې سالون ډير ډک کړ هغه به له ما وروسته د پاچاهی تاج پر سر کړي.
مشر زوی د غنمو په پټیو وربرابر شو، د بوس په لیدو خوښ شو. په سکو یې بوس واخیستل او سالون یې تقریبا تر چټ ډک کړ. شاهزاده له خپل ځانه ډیر راضي و، پلار ته یې وویل:
 ما سالون کابو تر چته پورې ډک کړ، ستا شرط مې پوره کړ. ورور ته مې انتظار مه کوه، د پاچاهی تاج راپه سر کړه.
پلار یې وویل:
ـ ماښام ته لا وخت پاتې دی.
تیاره خوره وه چې دوهم زوی هم راغی. امر یې وکړ چې سالون بیرته خالي کړي. یوه ډیوه یې د تیارې کوټې په منځ کې بله کړه، ټوله کوټه تر چت پورې رڼا شوه.
پلار یې په خوښۍ وویل:
 ته باید د شاهی تاج پر سر کړې ځکه چې تا سالون په داسې څه ډک کړ چې خلک اړتیا ورته لري.