
د وطن د اسمان ستوريه!
د تيارو د کينو وړ شوې
لا ځلاند شه لا خپرې دې پلوشې کړه
دا ټپي زخمي ټاټوبی دې سينې ته درنږدې کړه
په سيالانو کې ګورﺉ دا خړپړ مامن اوچت کړه
کنګل شوي تنکۍ هيلې د بچو مې پلوشو کې کړه ازادې
نياو راخلاص کړه له تورتمه د اکبر د تورې شرنګه !
مسجدي، کاتب، جانخان او ميليون نور دې په تمه
ستړی نشې پلوشو کې د دوی لارې نوراني کړه !
خويندې ميندې درنه ځار شه، د تورتم په زړه کې خار شوې!
ځه ورځه حق خپروه د تورتم لمن کړه ټوله!
نور وس نشته د بېوزلو په سلګو کې
کړيدلی، ځپلی، تريدلی دې تورتم دی
شاه زلميو دا په نزاع وطن کې مور مو لږ ګوګل ته درنږدې کړه
که مو شا کړه ورته، ګورﺉ!
خدايږ؛ تل به وي ټيټ داسې ګورﺉ
نياو به تل اوسي په بند کې ظلم او زور به غرغړې کړي
د وطن دا شنه باغونه او جلګې به وي د نورې!
اصفهان او د پنجاب په ملامت مو بيا سور اور شه
چې مو نن سره د انصاف په ګريوان نشو!
د لعين شيطان په نفس او ټغر ناستو!
په يوه ستوري د اسمان بستر تود نشو!
امرخيل د پلوشو يې پوروړي
چې دستار د همت نشته نن په سر مو
راشی ورکړﺉ سره لاسونه تور تورتم ته کيږدی ټکی
مسجدي، کاتب اکبر دفتر مو خلاص کړی
خدايږ هلته به پيدا کړي ښه تدبير صلاح د چارو
خوب مو پريږدﺉ رازرغون دغه باغ او راغ کړﺉ
دستارونه مو په سر کړی د انصاف جوړ لوی لښکر شی
ځان پلورنه، زور زياتی، فساد له جرړو را وباسی
تورتمونه او ظلمونه نور د قاف يوه افسانه کړﺉ
د وطن تنکو بچو ته يوه جوړه زمانه کړﺉ
د وطن تنکو بچو ته يوه جوړه زمانه کړﺉ
ت. ب.