دا هماغه غرڅني دي

له خوبونو پاڅیدلي بیا زمري دي 
که واړه دي که زاړه او که زلمي دي
دوی دې مور ساتنه کړې په میړانه 
په تاریخ کې دوی وتلي نومیالي دي
چې سَقو یې د اتڼ په شمال ورک کړ 
دا هماغه غرڅني او لیوني دي 
چې وطن خپل جوړه و دا مو ده دنده
چا پټکي دي په سر کړي چا ټیکري دي
تور او سور زرغون د پیغلو خوښې رنګ دي
په لاسونو کې یې درې رنګه بنګړي دي

نقیب الرحمن لکڼوال