
ډیر امېلونه مې
په غاړه کې ځلېدلې
تر ټولو ښکلی امېل مې
د دوو ماشومانو لاسونه
ـــــــــــــــــــــ
ترخه یادونو سلسلې
د دردونو نېزې
لپه مې د مات زړه ټوټو نه ډکه
هیلې مې لا هم ساه اخلي
----------------------
مورې
د ماشومتوب په څېرمې
لمنه کې درپټه کړه
له انسانانو نه وېرېږم
سل مخونه لري
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
یا الله
زما د تقدیر
د لیکلو په وخت کې دې
د مینې برخه
ولې هېره کړې ؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
زړه مې سوری سوری
د مني باد
شپېلۍ په غږوي
زرمینه روهي