رڼا

رڼا
زه تاته یوه رڼا درلېږم
هغه رڼا چې په هره هیله کې ځلیږي
کله چې په ژوند تیاره خوره شي
لار درته رڼا کړي
هره اندېښنه دې درنه واخلي
هر درد ته دې دوا شي
یوه رڼا چې روح ته دې سکون ورکړي
او زړه ته دې راحت شي
زه غواړم تاته یوه رڼا ډالۍ کړم
هغه چې کور یې زما زړه دی
په شونډې یې درته وایم
او په لپه کې یې درلېږم ...