د اوبو ستوری


تر توپان وروسته په بحر کې څپې ارامې لکه د بنيادم پوښتۍ کړۍ کړۍ جوړېدې او ړنګېدې پرساحل بې شمیره سمندري ستوري( سېپۍ )  چې توپان شړلي وو پراته ول.
یو وړوکي هلک د ساحل له ژۍ یو،يو ستوری په ډير احتیاط  سره راپورته کاوه او بیرته یې بحر ته غورځاوه.
هلته د يو سړي ورپام شو راغی ورته  ویې ویل: ساده هلکه !
ته نه وینې چې ټول ساحل له همدې سمندري ستوریو ډک دی، ته نه شې کولی چې ټول بېرته سمندر ته ورواچوې، ستا دا کار ډیر بې مانا  دی، ته په خپل دې کار سره هیڅ هم نه شې بدلولی.
هلک  شېبه غلی و،سړي ته یې کتل، بیا یې یو بل د اوبو ستوری په احتیاط  سره ورپورته کړ او سمندر ته یې وغورځاوه.
 سړي ته يې ویې ویل : همدا شېبه د  دې ستوري لپاره  ډير څه بدل شول.
ژباړه: زرمینه روهي