
مينـــه مينــــــــه شور زړه به دې څه وايي
ستـــا خــــو نشته مور زړه به دې څه وايي
بت غونـــدي بې دمــــه هـــرڅه هرڅه دي
نـــه دئ هغـــه كــور زړه به دې څه وايي
پورته چي كړي لاس دخپل اخلاص په زور
ولاړو هــــغه زور زړه بـــه دې څه وايي
تــه يــــې دزړه ســـروې دريـــاديږي بـــه
هـم دسترګو تور زړه بـــه دې څــــه وايي
يـــې چــــي يـــې ولاړ عمري هغه وخت
مخې تــــه دګـــــور زړه به دې څه وايي
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ