
له ډيرو کلونو نه مې هر وخت ليدله خو کله مې هم د هغې په هکله دومره ژور فکر نه و کړی ..د هغې کړه وړه کټ مټ زما په شانې و..هغه به ډېری وخت ما سره يو ځای وه،کله به مې شاته ،کله مخته او کله به مې هم تر څنګ جوخته روانه وه .
يوه شپه زه د کړکي تر څنګه ناسته وم , او د سپوږمۍ پر مخ مې د ليکل شويو افسانو کرښې لوستلې ،چې مې هغې ته پام شو ..زما په څير يې د کړکي تر څنګ ديوال ته ډډه وهلې وه ..زړه بوږنوونکي چوپتيا يې ځان ته غوره کړې وه. .تا به ويل ،چې د باد د يو اسويلي زغم هم نه لري ..ما دا هڅه کوله چې سترګو ته يې ځيره شم او دچوپتيا راز يې په سترګو کې ولولم, خو زما هره هڅه د ناکامۍ په لور تلله .. زما په ذهن کې د هغې په هکله داسې پوښتنې را وﻻړيدې :
ايا هغه به هم زما په څير احساس ولري؟ ايا د هغې زړه به هم زما د زړه په څير د غمونو هديره ګرځيدلې وي؟ ايا هغه به هم د زړه خواله زما په څير په نيمو شپو له سپوږمۍ سره کوي؟
که داسې نه ده , نو ولې په دې نيمه شپه داسې په سوچونو کې ډوبه ناسته او دسپوږمۍ په خوا ګوري؟
ما غوښتل چې د هغې پام په بل لوري واړوم, خپل ﻻسونه مې د اسمان په لوري پورته کړل،د هغې ﻻسونه هم پورته شول.زه ودريدم ،هغه هم ودريده ،زه روانه شوم ،هغه هم روانه شوه ،خو دا ځل تر ما ډيره وړاندې وه ..د هغې وړانديتوب زما د ټولو پوښتنو ځوابونه راکړل ،او زه په دې هم وپوهيدم ،چې هغه زما په څير نه ده .!
دهغې ﻻسونه تر اسمانه رسيږي او زما ﻻسونه تر ګريوانه ..زه خپل ﻻسونه د دعا لپاره پورته کوم او هغه د اسمان ور پرې ټکوي .هغه ما ته د (زه) احساس راکوي او زه دا احساس زندۍ کوم..هغه دزړه په دښته کې د وفا جنډه پورته کوي ,او زه يې هديره ګرځوم .هغه روح ته دزړه له ﻻرې ځان رسوي او زه د زړه ﻻرې ورانوم.
زه په نيمو شپو کې د سپوږمۍ سره په خواله کې اوښکې څڅوم او هغه د زړه پر ديوالونو زما افسانې ليکي . زه غواړم له هغې نه لرې شم او يوازې واوسم خو زما سيوری له ما نشليږي او تر ابده ماسره د پاتې کيدو ادعا کوي.