د ښاغلي ساده حيدر خېل څو شعرونه

ځان به څنگه سره گلاب ته رسومه؟
دا پوښتنه به ځواب ته رسومه

زړه مې سپين شو د دنيا له ډېره غمه
دغه ستورى به مهتاب ته رسومه

د ضمير په پاچاهۍ کې مې فکرونه
په سندرو انقلاب ته رسومه

په ډيوه کې به د زړه وينې هم توى کړم
شپه د هجر به افتاب ته رسومه

وچې وچې د ساده د نظر شونډې
ستا د ښکلې مخ کتاب ته رسومه.

 
٢٨/٠٤/١٣٨٥
حيدرآباد
 
 
 
مينه کوي مگر دلبر نه لري
په دغه کار کې  پيغمبر نه لري

ايله چې زړه ورباندې خوږ شي د چا
دومره په سترگو کې اثر نه لري

په هره شپه پسې سحر وي ضرور
زموږه شپه ولې سحر نه لري

دا برکت د پرمختگ دى زموږ!
ژڼي جومات پېغلې گودر نه لري

شيطان بې غمه پکې گرځي آزاد
د چا د زړه کلا چې ور نه لري

مزل په سمه ورته گران شي بيخي
د عشق په لار کې چې رهبر نه لري
سړي به کړى ﻻ پخوا وى  الوت
له دغې چمه خو وزر نه لري

لومړى به جام د محبت وي د دوى
هلته چې څوک پر اوږو سر نه لري

ژړا رادرومي د پاچا پر احوال (۱)
داسې پاچا دى چې عسکر نه لري

اغيار ملگرى د رقيب دى ساده
د آيېنې شا ته جوهر نه لري.

٢٩/٠٤/١٣٨٥
حيدرآباد
 
(۱) :په دې وختونو کې د کرزي ساتونکي عسکر هم بهرنيان و.