عاجزي او تواضع  

سره له دې چې په خاوره کې ډېر کمالونه شته خو بيا هم حقيره ګڼل کېږي! نن که خاوره د انسان تر پښو لاندې حقيره ده خو سبا به همدا انسان سره د سر او پښو تر خاورو لاندې حقير پروت وي! نن چې کوم څوک کبرجن کبرجن پر خاوره ګرځي سبا به همدغه کبرجن د خاورې په نس کې د خاورو چنجي وخوري!
انسان چې له خاورې جوړ او خاوره حقيره ګڼي په حقيقت کې خپل ځان په خپله حقير ګڼي!
خاوره د ګل ترڅنګ ازغي او د مېوه لرونکي ونې ترڅنګ ازغي لرونکي ونې هم شنې کولی شي!
خاورې ته چې څه وروکرې همهغه درکوي! خاوره د عمل هنداره ده! د خاورې حقيروالی په حقيقت کې لويوالی دی!   
د يو چا عاجزي او تواضع حقيره مه ګڼه! عاجزي او تواضع دا مانا نه لري چې يو څوک زور، عزت او شخصيت نه لري!