د ښاغلي ساده حيدر خېل څو شعرونه


هېره شوې مې د ستورو شاعري ده
اوس راپاتې تش د تورو شاعري ده
د ښکلا ملکې زړونه په زور يووړل
بس په برخه د کمزورو شاعري ده
د دوښمن کوپړۍ يې راوړې په خورجين کې
څه باتوره د باتورو شاعري ده
د ژوندون په تېرولو کې ولاړ دي
رټه(۱)  شوې له سرزورو شاعري ده
د ابليس په پله روان دي ساده گوره
څه بدرنگه د مغرورو شاعري ده.
٢١/٠٣/١٣٨٥
حيدرآباد
 
(۱)  رټه :  سخته، ورانه،مشکله، خرابه.
 
 
 
ناصحه وار وکه د يار سره خبره کوم
لږ انتظار وکه د يار  سره خبره کوم
زموږ په منځ کې د ديوال په شانې مه رادرومه
لرې شه ﻻر وکه د يار سره خبره کوم
مينه د يار هم د خداى(ج) مينه ده خبر يې کنه
په دې اقرار وکه د يار سره خبره کوم
د دهر غمه! لږ مې خپلې زندگۍ ته پرېږده
شپه په بازار وکه د يار سره خبره کوم
له ماساده سړي نه څه غواړي ريباره ورشه
غږ په اغيار وکه د يار سره خبره کوم.
 
٢٢/٠٣/١٣٨٥
حيدرآباد
 
 
اشتياق چې ډېر سېوا شي
لېونتوب ترې نه پيدا شي
انتها د مينې دا ده
چې مجنون پکې ليلا شي
هر عاشق لکه ماشوم وي
په ژړا کې په خندا شي
راشه غوڅه مې غړۍ کړه
که څه حق دې پرې ادا شي
خوږ اشنا خو د ساده دى
خو ساده که د اشنا شي.
٠٦/٠٤/١٣٨٥
حيدرآباد
 
  
زړه مې داسې له دلبره رڼا اخلي
لکه ستورى چې له لمره رڼا اخلي
له آدمه تر دې دمه جينۍ گوره
کمه نه ده خو له نره رڼا اخلي
د ساقي زړگی چېنه له نوره ډکه
ميخوران يې له نظره رڼا اخلي
په اوبو کې يې سپوږمۍ ﻻمبو وهينه
مين ځکه له گودره رڼا اخلي
د جانان د راڼه مخ په تصور کې
ساده تل له خپل هنره رڼا اخلي.
٠٢/٠٤/١٣٨٥
حيدرآباد
  
د مازدېگر په تمه ناست يمه زه
ستا د نظر په تمه ناست يمه زه
چې د حالاتوسمندر شولو مست
د قلندر په تمه ناست يمه زه
يوه بوسه راکړه په بيه د سر
د دې کوثر په تمه ناست يمه زه
چې د دوښمن پر اوږو واړوي جغ
د داسې نر په تمه ناست يمه زه
اخېر به رسمه زړگي ته د يار
د خپل هنر په تمه ناست يمه زه
ريبار به راشي څه به راوړي ساده
د پيغمبر په تمه ناست يمه زه.
٢٨/٠٤/١٣۸٥
حيدرآباد