
لړم غوښتل چې د سیند بلې غاړې ته لاړ شي. د سیند په غاړه یو کېشپ لمر ته ناست و. لړم کېشپ ته ورغی او غوښتنه یې ترې وکړه چې د سیند بلې غاړې ته یې پورې کړي. شمشتي وویل، نه زه دې نه پورې کوم، د سیند په منځ کې به مې وچیچې او زه به مړ شم.
لړم ځواب ورکړ، که زه تا وچیچم خو زه به هم په سیند کې ډوب شم. شمشتي ځان سره سوچ وکړ خبره یې سمه وه، ورسره ویې منله او لړم یې په شا کیناوه. لړم چې د سیند منځ ته ورسید شمشتۍ یې په غاړه وچیچه. کېشپ په لړزېدلې غږ وویل، ولې دې زه وچیچلم، اوس به دواړه مړه شو؟
لړم وویل: زما ګناه نه ده شمشتیه! چیچل زما فطرت دی، همدا مې فطرت دی...
ژباړه: زرمینه روهي