رژیدلې پاڼه



د مني په یوه زرینه ورځ کې یوه زیړه پانه له ونې ورژیده او پر ځمکه ولوېده.
پاڼې له ځان سره فکر کاوه چې یو وخت مې په خپل زرغون رنګ همدې ونې ته ښایست وربښلی و خو نن زه هېڅ یم، نور هېچا ته هم نه په کارېږم.
څه شېبه وروسته باران په وریدو شو، یوه وړه ګونګټۍ راغله او د پاڼې لاندې یې ځان پټ کړ.
ګونګټۍ له ځان سره وویل: تر دې مې بله ښکلې سرپناه نه شوه موندلی...
ژباړه: زرمینه روهي