پنسل


 
هلک خپلې نیا نه چې د لیک په لیکلو بوخته وه پوښتنه وکړه:
انا! د موږ کومه کیسه لیکې؟
او که زما کومه جالبه کیسه لیکې؟
ـ هو ګرانه لمسیه! خبره دې سمه ده، ستا په اړه لیکم، خو زما د الفاظو لیکلو نه مهم دا پنسل دی چې زه لیکل پرې کوم. زه به ډیره خوشاله شم که په راتلونکې کې ته د همدې پنسل په څیر شې.
هلک په حیرانتیا سره پنسل ته وکتل، په پنسل کې یې کوم خاص څه پیدا نه کړل، د اعتراض په ډول یې نیا ته وویل: دا پنسل هم د نورو پنسلونو په څېرعادي دی، زه ولې د دې په څېر شم؟
نیا یې موسکۍ شوه ویې ویل: خبره دا ده چې د هر چا لیدلوری فرق لري. پنسل پنځه خواصه لري که ته دا پنځه خواصه خپل کړې وي، نو ته به په خپل ژوند کې یو ډیر بریالی انسان وې. نړۍ سره په سوله کې ژوند کول به درته اسانه وي.
لومړۍ خواص: ته ډیر لوی کارونه کولی شې، هېڅکله باید هېر نه کړې چې تر تا هم یو لوی قدرت شته، هغه ستا لارښود او د هر ګام مالک دی.
دوهم خواص: د لیکلو تر منځ کله، کله باید لیکل پریږدم چې د پنسل نوکه سر کړم. په دې کار باندې پنسل یو څه درد ویني خو له سر کولو وروسته يې نوکه بېرته تېره شي. کله باید درد تحمل کړې، همدا درد له تانه یو ښه انسان جوړوي.
دریم خواص: د دې لپاره چې خپلې غلطۍ پاکې او سمې کړو یو پنسل پاک هم د پنسل په سر کې وي. په دې باید پوه شې چې اصلاح کول کومه خرابه خبره نه ده، بلکې د سمې لار غوره کولو لپاره ډیره مهمه ده.
 
څلورم خواص: د پنسل ماهیت د پنسل په لرګي که نه، بلکې په منځ او هغه توره نوکه کې یې دی چې په لرګي کې پټه ده. خپل احساس ته دې تل پام کوه.
پنځم خواص: پنسل تر شا نښې پریږدي. په ژوند کې هر کار چې کوې په پوره سوچ او تدبیر سره یې کوه، ځکه چې هر کار دې تر شا نښې پریږدي.
Paulo Coelho
ژباړه زرمینه روهي