غل او څوکېدار

 
ګلاب، غاټول او کوکنارګل د بڼې له مخې يو څه سره نېږدې دي خو له ګلاب او غاټول څخه يواځې ګټمن شيان يعنې خوشبو او درمل جوړېږي مګر له کوکنارګل څخه تر ډېره تاواني شيان يعنې اپين او نور نشه يې توکي راوځي!
د شاتو مچۍ او مچان په لويه کې مچان دي خو د دوی کړنې او د کړونو پايلې سره متضادې دي! يو شات راکوي او هغه بل ميکروبونه!
لېوه او سپی  د څېرې له مخې داسې دي لکه د يو ځناور دوه نومونه خو يو د رمې ساتندوی دی او بل يې داړي!
غل او څوکېدار دواړه انسانان دي. ممکن د دوی خبرې هم يو شان او ښې وي خو څوکېدار شيان ساتي او غل يې غلا کوي!
دا د منلو نه ده چې د يو چا عمل نه بلکې خبرې ګورو! د يو چا په قايفه او کړنو پسې نه ګرځو بلکې دې ته ګورو چې څه وايي او څه ليکي! 
که د يو چا رفتار او ګفتار هغه که عمومي وي او که خصوصي خو چې دواړه سره يو شان يا سره ورته نه وي څه ګټه نه لري! يو څوک به داسې قايفه لري لکه ګلاب مګر په حقيقت کې به کوکنارګل وي نو اوس که د ده کړنې ونه کتل شي تش په قايفه باندې بارو تېروتنه ده!
يو کس به ظاهراً داسې وي چې د شاتو له مچۍ سره به يې توپير نه کېږي ولې په اصل کې به مچ وي خو تر څو چې د ده کړه وړه نه وي مالوم، باور کول خطا دي!
زموږ د کلي غل او څوکېدار دواړه انسانان وو! چا دا فکر نه شو کولی چې پلانی غل دی! د دواړو ډېرې خبرې سره يو شان وې! تر يو وخته يې کړنې هم سره مشابه وې! دواړو ځانونه ښه سړي څرګندول مګر د غلا له پېښدو او د شپې له تېرېدو وروسته پوی شوو چې په حقيقت کې پلانی غل او پلانی رښتينی څوکېدار دی!
 
۲۹ دلوا ۱۳۹۲
حيدرآپاد