غزل 



ماپه سکروټو قدمونه ايښي 
تاته مې نښه کې پلونه ايښي 

دغه يو زړه لرم چې مات يې نه کړې
په دغه زړه کې مې ډېر زړونه ايښي

زه د عربو نه ځان جيګ ګڼمه
چې بدخشان کې مې لالونه ايښي

دغه کوڅو کې ماشومتوب لټوم
پورې کړکۍ کې مې رازونه ايښي

ويريږه مه قدم راواخله اشنا
ما په ازغو درته لاسونه ايښي

زه به د خلکو ځواب څه ورکوم
تا په ټټر راته داغونه ايښي 

نقيبه! ته خو په هيڅ نه پو هېږې 
نه ګورې تاته مې خالونه ايښي؟


نقیب الرحمن لکڼوال