د ښاغلي ساده حيدر خېل څو شعرونه

د ځان د پېژندلو وسيله ورسره نشته
د بيا ژوندي کېدلو عقيده ورسره نشته

منم چې د زړگي خونه يې تشه توره نه ده
شيطان ورسره شته خو پرېښته ورسره نشته

زاهد له ميکدې ځنې راووتو روان شو
حيران ورته په دې يمه پياله ورسره نشته

د ژوند د اخيستلو طريقه يې ده په لاس کې
د ژوند د ورکولو طريقه ورسره نشته

په قهر د ساده په مخکې تېر شوې خورقيبه!
نصيب دې زورور دى چې لېنده ورسره نشته.

١٢/١١/١٣٨٤
حيدرآباد
  
 
دومره پوهېږمه چې نه پوهېږم
ځکه ژاړېږمه چې نه پوهېږم

په دې پوهېږمه چې نه پوهېږم
ولې غږېږمه چې نه پوهېږم

ځوانه ځوانۍ کې د بوډا غوندې يم
دې ته ځورېږمه چې نه پوهېږم

د ځان په اړه ترې پوښتنه کوم
څه له شرمېږمه چې نه  پوهېږم

ﻻ چې معلومه راته نه ده ساده
ﻻ به سترېږمه چې نه پوهېږم.

 
١٥/٠١/١٣٨٤
حيدرآباد
 
 
 
ستا په سترگو کې ښکارېږي د زړه کاڼى
ته به وايې ترې نه ښه دى د غره کاڼى

ما گلاب درته د مينې په نوم  راوړ!
تا په ﻻس کې دى اخيستى په څه کاڼى؟

نه دوستي نه دوښمني راته پکار ده
نه زړگى له چانه غواړمه، نه کاڼى

گرانه ياره اجازه د بوسې راکړه
چې په مينه دې نن ښکل کړم د وره کاڼى

چا چې نوم د محبت دلته اخيستى
لگېدلى يې پر سر د پنځه کاڼى

د هجران له سخته غمه ساده ژاړم
ما خوړلى پر ټټر دى د ده کاڼى.

١١/٠٣/١٣٨٤
حيدرآباد
  
 
ارمانونه مې ډوبېږي په اوبو کې
لکه لوټې اوبه کېږي په اوبو کې

بې له هجره په وصال کې مرگ د مينې
گل ته گوره چې تويېږي په اوبو کې

د ناپوهو په مجلس کې مې شعرونه
ماشومان  دي چې مړه کېږي په اوبو کې

اننگي يې په چېنه کې ورښکاره شول
څراغونه هم بلېږي په اوبو کې

ستا په څنگ کې ساده هسې رنگ خوشال وي
لکه شولې چې سترېږي په اوبو کې.

 
١٥/٠٣/١٣٨٥
حيدرآباد