یو څو شیبې


د اورګادۍ دروازې وتړل شوې، د تگ غږ او شور یې هغه زما او ستا ترمنځ چوپتیا له منځه یوړله، د ځمکې لاندې تیاره لاره برښنایي پړکونه رڼا کوله پړکونه ښکاریدل، زه او ته یوازې په تمځای کې پاتې شو، تا راته په خوابدي ، خپه او ټیټ غږ وویل: "زه په خپلو تیروتنو اقرار کوم، ما اوبخښه، او د خدای په امان! نور د خدای لپاره ما ته تلیفونونه مه کوه! او نن مې مه بدرګه کوه! ضرورت یې نشته، " تا لا دا خبره سر ته نه وه رسولې، چې سترګو دې د اوښکو باران پیل کړ او سا دې لنډه لنډه کیده. ما ‍په دغه حساسه شیبه کې یواځې یو څو دقیقې لرلې ، چې تا بیرته راوګرځوم او پوخلا دې کړم، په زړه کې مې ستر رب ته دعاګانې کولې ، چې ستا په زړه کې رحم راپیدا کړي او تا راته پوخلا کړي. زه د ستر رب نه معجزې ته سترګې په لار وم، زه د ستر رب نه داسې حیرانونکې شیبې ته متل وم، چې ستا ‍په زړه کې به هغه زموږ مینه بیا را‍ژوندۍ کړی، خو نه، زه هغې ګړۍ ته ګورم چې شیبې په شیبو پسې داسې ژر ژر وړې لکه په لوی لاس چې یو څوک دا کار کوي ، زه په خپلو خیالونو او فکر کې د داسې خبرو په لټولو کې وم ، چې دا خبرې ته واورې او ستا زړه لږ راویښ او ژوندی کړی، چې زه تا سره څومره مینه لرم، زه په دغه خیالونو کې ډوم وم ، چې تا راته په خپه سترګو چې د اوښکو ډکې وې وکتل ، هغه دی یوه نوې اورګاډۍ په ریل لاره راراونه ده، لکه په قصد چې یو څوک غواړې تا رانه بیله کړي، زه خدای ته دعا کوم چې دا اورګاډۍ ونه دریږي ترڅنګه مو تیره شي " لویه خدایه یو څو شیبې نورې هم راکړه " زه په دغو دعاګانو کې وم ، چې اوګاډۍ ودریده ، ته وردننه شوې ، د "وبخښه " په ویلو لاړې.