
يار مې د مينې په خبرو باندې روږدى کړمه
لکه ماشوم يې په شکرو باندې روږدى کړمه
فکر مې نه وي رانه وشي چې عادت مې نه شي
رقيب د ځان سره په غورو باندې روږدى کړمه
ټوکرۍ مې تشه شوه ورځم چې راته ډکه يې کړي
ډېريې بې وخته په گورگورو باندې روږدى کړمه
سپينه وينا د هر سړي په وړاندې خوند راکوي
خداى(ج) زورور په زورورو باندې روږدى کړمه
د پاکې مينې د بېلتون شيبې اوږدې وي ساده
په نيمو شپو کې يې سندرو باندې روږدى کړمه.
٢٧/٠٩/١٣٨٤
حيدرآباد
د چا له سترگو نه گنا څاڅېږي
د چا له سترگو نه حيا څاڅېږي
څه به صفت د هغې مخ کومه
شيدې خو پرېږده ترې رڼا څاڅېږي
زخم د زړه مې پرون وگنډلو
لکه زړه کوټه نن بيا څاڅېږي
شونډې يې سل واره تر شاتو خوږې
له نرمې ژبې يې رښتيا څاڅېږي
شکر په دې ساده چې ووري پر دوى
د دوى له مخه هم پر تا څاڅېږي.
٢٠/١٠/١٣٨٤
دلوى اخترلومړۍ ورځ ،حيدرآباد.
لږ په خبره پوهول پکار دي
د وخت ړندو ته څو غزل پکار دي
د زړونو هار دې که پکار وي نو بيا
موږ ته تارونه د اوربل پکار دي
بې روحه نه يوو د لاشونو په شان
څه بدلول خو د ازل پکار دي
خلک غرقېږي د پيسو په سيند کې
د خوبولو ويښول پکار دي
د يار نامه چې اخيستلی نه شو
په دې حاﻻتو هم ژړل پکار دي
ويره له نرخه د وتو ده ساده
کنه له کلي نه وتل پکار دي.
٢٤/١٠/١٣٨٤
حيدر آباد
گورمه هنداره کږلېچونو کې
وينم دې نگاره کږلېچونو کې
اېخوا دېخوا تلى نه شم له ويرې نه
ناست يمه له ډاره کږلېچونو کې
زور د مزلونو مې اوبه اوبه
لرې يم له ښاره کږلېچونو کې
يار د محبت د غرونو شا ته دى
اوړي ځکه ﻻره کږلېچونو کې
خلاص به دې ساده له غمه نه شي بيا
پام کوه ساﻻره کږلېچونو کې.
٢٧/١٠/١٣٨٤
حيدرآباد