
زه خو ځکه په سُجود يمه په ځان کېچې خبر دې
له وجود يمه په ځان کې
ستا وصال مې امتياز د پيدايښت دیبس په دې ټکي
مسعود يمه په ځان کې
نيمگړتياوې مې په گوتو نه پټېږيپوهېدلی په
کمبود يمه په ځان کې
يو صوفي بل مې مُلا په چاربندو کړوستا د شان
هسې نَمود يمه په ځان کې
که بنده ساده د رب ومه نو بيا خوزه له هر
څه نه بهبود
يمه په ځان کې.
۲۰/۰۵/ ۱۳۹۰
يوولسم پېشمنی / حيدرآباد/
خوست
چا که ومانه پيغام د محمد(ص)نو حاصل يې
کړو انعام د محمد(ص)
خدايه! ته يې کړې په خوب کې راحضورچې کلام مې
شي کلام د محمد(ص)
که څوک غواړي چې روغ
تېر شي پر صراط
گام دې کېږدي خو پر گام د محمد(ص)
دا غزل دى رهنما د هر سړيچې مې وليکه
په نام د محمد(ص)
که څوک تمه د بخشش لري سادهنو کوي دې
احترام د محمد(ص).
٢٧/٠٩/۱۳۸۴
حيدرآباد
د وسپنې له زړونو آيېنې جوړوم زهد شيخ که
اجازه وي ميخانې جوړوم زه
د ښکليو د مخونو مې تل کړى تلاوتله تورو
تورو سترگو يې تسپې جوړوم زه
د تږو لارويو چې پرې جوړه وي دمهد ژوند په
لويه دښته کې چېنې جوړوم زه
په غوږ کې يې ويلي راته پټ دي اناالحقد مينې له
منصوره فلسفې جوړوم زه
په زغرده خولگۍ غواړم له هغې ځنې سادهتر څو پورې
به چل ول او پلمې جوړوم زه.
٠٨/٠٩/١٣٨٤
حيدآرباد
د هجر لويه شپه ده اسويلى مې خولې ته راغىڅه ستړى ستړى
کېږمه زړگى مې خولې ته راغى
چې سترگې د بڼوﻻندې ساقي کړلې راپورتهپه خوله مې
گوتې کېښولې غورزى مې خولې ته راغى
د سوي زړه حاﻻت مې ورلېږل چې لږ خو راشيريبار مې
رابللو خو لالى مې خولې ته راغى
د ښکلو له ستمه مې
فرياد کله منلوخو کله چې
ستي شومه زگروى مې خولې ته راغى
ﻻ تېرې د خزان سپېرې سېلۍ نه وې ملگروساده ورته
حيران يمه سپرلى مې خولې ته راغى.
٠٨/٠٩/١٣٨٤
حيدرآباد