څراغ



څراغ ېې بل کړ
ماښامي کې
لیونۍ وه
نڅیدله بارانه ته
باران ښه وه خیشته کړی
چې ناڅاپه ېې را پام شو
په خپل ځای کې ودریدله
سترګې کښته کړې
موسکۍ شوه
او په منډه منډه ېې
دا وویل
لیونیه لیونیه
زما څراغ درسره واخله
بل باران کې ېې
راته بل کړه

نقیب الرحمن لکڼوال