مارشال فهيم

 
یو ځل نه وه څو څو ځله وښویدم
ځمکه غوړه وه  پخپله وښویدم
ځمکه ښوی وی قصور وار غوړه مالان دی
د قسیم فهیم په حق کی چاپلوسان دی
چاپلوسی نه وه دا ځمکه دومره غوړه
هیڅ ورتګ ورباندی نه ګڼمه غوره
هر یو وکړه چاپلوسی دیره او تیره
د فهیم په مړینه هر یو یی چاپیره
که چارواکی د سیاست له مخی وایی
باک یی نشته پالیسی به یی دا ښایی
خو حیران یمه شخصی هغه کسان
نمونه یی یاسینی میرویس په شان
د هغه غوندی هم نور لکه ایوبی
د فهیم په چاپلوسی کی دغه سپی
د وقاد غوندی سفله صفت اشخاص
دی اکثره قاتلین چټل خناس
دلته لیکم څوخبری په مارشال
خبرومه وطنوال په ټول احوال
اول دا چی دا د څه شی وه مارشال
مشهور وه خو په غلا قتل او قتال
دا مارشال وه سوداګر د ښکلو انجونو
امنیت کی د داکټر نجیب وختونو
دلالی به یی کړه خاد ته د حسینو
هم ګدا او هم نڅا د ماه جبینو
د نجیب رژیم په   اخر کی دی یاغی شوه
احدشاه مسعود سه غرونو کی باغی شوه
نه یی کړی کوم جهاد نه  یی څرګند دی
امریکا په زور  راغلی دا ټول ګند دی
چی هر څوک کوی د دوی طرفداری
دوی مردار دی جوړه کړ یی مرداری
وروستنی احوال   یی تاسو ته مالوم دی
افغان مل لیکی بیتونه دا یی نوم دی
********************