د ښاغلي مطيع الله رووفي دوه شعرونه:

 چی لمړی  خولی له راځی ښکلی نوم مور دی
د دنیا له نعمتونو نه څه نور دی
په لمړی قدم کی مور ده یوه ښځه
په ټولنه کی یی نوم هره خوا خور دی
ښځه مور ده مور ده ښځه دا یو نوم دی
الفتونو نه یی ډک د زړګی کور دی
په ټولنه کی د ښځي لوړ مقام دی
ټول جهان دی پری روښان نور یی تل خپور دی
جوړونکی د نړی او د بشر ده
ده نسیم د پسرلی ګل پری سمسور دی
نوابغ د دی نړی ښځی پاللی
ښخه تل د نارینوو مټ او زور دی
نو م د مینی  باندی هر انسان پیدا دی
په میرمنه  او په مور می زړه ټکور دی
دی سلام می تا ته تل افغانی موری
په شیدو کی دی مدام د غیرت شور دی
د میرمنو ورځ دی وی تبریک نړی ته

سلامی ورته مطیع په هر یو لور دی
ــــــ  ــــــــ ــــــــــــــــ ــــــ ـــــ
یو مړاوی غوندی ګل یم د پرهاره سره  اوسم
ژیړیږمه رژیږم که بهاره سره اوسم
دا برخه ازلی زما ده خواره سره اورونه
کباب شوم لکه غوشه له انګاره سره اوسم
زما له سپیڅلتوبه نورو ګټه پورته کړی
زه پاک ساده پښتون یم له مکاره سره اوسم
هر ځوان می کلاب کل دی چی له څانګی پریکوی یی
ټوبکی او باروت دی استعماره سره اوسم
بمونه راتړی او خپل ولس راباندی وژنی
ګاونډ دی او که بل دی له اغیاره سره اوسم
تر څو به ازمایش کیږی په ما د اوږد عمر
تیریږی څو لسیزی چی له ډاره سره اوسم
جانان یم ګذار کړی  د اغیار ګوتو کی پروت یم
اوس زه هغه چارګل یم  تش رخساره سره اوسم
زما ارزانه وینه نن د تیلو  سره  بیه ده
قصاب یمه تړلی د مهاره سره اوسم
پښتون د وینو رنګ نه  د شرابو کیف دوی اخلی
استعمار ته اوس  په جام کی له خماره اوسم
تور ملا دی چی ځان  مرګی ته می بولی جنت طمع
ایران دی که پنجاب دی له هوښیاره سره اوسم
مطیع  که ځان بدل نه کړو نو دغه  به مو حال وی
بیا تش په تصور کی له ګذاره سره اوسم