
کله به پوی شی په سیاست پښتانه
د ژوند په راز او حقیقت پښتانه
تر څو به تاو تری د نفاق ښامار وی
کله به وځی له نفرت پښتانه
په خوب ویده به نور تر کومی وی دوی
دا په خواږه خوب د غفلت پښتانه
لکه چی غم لره پیدا دنیا کی
په غم اخته او په ذلت پښتانه
یواځی بر نه دی چی سوزی اور کی
کوز هم اخته په مصیبت پښتانه
مطیع دعا کوی خپل رب ته مدام
خپلو کی شی په محبت پښتانه
(((((()))))))
په یو محور باندی به کله ټول شی
د پښتونخوا خواره واره پښتانه
بلی نړی نه به خبر کله شی
په لر او بر باندی میشته پښتانه
خدایه دا یو ارمان به زړه کی لرم
کله به ویښ شی دا ویده پښتانه
څنګه یی ویښ کړمه پری ستړی شومه
د غلفت خوب کی ډوب پراته پښتانه
لکه چی دومره ویل دوی ته کیږی
خو هیڅ یی نه اوری دا کاڼه پښتانه
چی د نفاق ښامار به زړه کی ساتی
تل به جګړو کی وی اخته پښتانه
مطیع به هله واخلی زونده نه خوند
چی شی دنیا کی اسوده پښتانه