
يو شمېر ملي سوداګر شکايت کوي چې ځينې چارواکي يې په ناقانونه توګه ملکيتونه غصبوي او پر نورو خلکو يې وېشي .دا سوداګر چې شمېريې لسګونو ته رسېږي وايي چې٣٠_ ٤٠ کاله وړاندې دپخواني پاچا محمدظاهر شاه او سردار محمدداوودخان د واکمنۍ پر مهال دکابل ښار په صنعتي پارک کې دفابريکوجوړولو لپاره دوخت ددولت لخوا په قانوني توګه دپيسو په مقابل ځمکې ورکړل شوې دي چې دوى هم په هماغه وخت کې ددولت دپلان او نقشې سره سمې ودانې کړي ، فابريکې يې پکې جوړې کړي او له دولت څخه يې شرعي قبالې هم اخستې دي ، دوى وايي چې په تېرو٣٠کلنو نااراميو او په ځانګړې توګه په کابل ښار کې دواک پر سر په تنظيمي جګړو کې ډېرهېوادوال دکورونو پرېښودلو ته اړ شول او ډېرې فابريکې او ملي او دولتي شتمني چورشوې چې ددوى دفابريکو ماشينونه هم دجګړه مارو او غلو لخوا په کباړ کې وپلورل شول ،دوى وايي چې په جګړو کې يې خپله ټوله شتمني او پانګه له لاسه ورکړې ا ونه شي کولى چې په يوځل خپلې فابريکې جوړې او فعاليت اوتوليد پيل کړي دوى وايي چې دسوداګرۍ او صنايعووزارت ورته ډېر کم وخت ورکړى وو چې که دفابريکو خاوندانو پدې وخت کې خپلې فابريکې ابادې او فعالې نکړي نوځمکې به يې پر نورو سوداګرو ووېشل شي .
داسوداګر چې خپلې عرضپاڼې يې اړوندوادارو ته سپارلي ګيله کوي چې حکومت نه يواځې دا چې ددوى دهڅونې لپاره يې له دوى سره کومه مرسته نه ده کړې،بلکې په لوى لاس دملي سوداګروزړونه ماتوي ، دوى وايي چې په افغانستان کې ټول بهرني توکي مصرفېږي او ټول مارکيټ دبهرنيوکمپنيو په لاس کې دى او دوى ورسره رقابت نشي کولى او دولت هم دکورنيوتوليداتو د دپرمختګ او ودې لپاره کومه برنامه نلري ، دوى دبرېښنا ،امنيت ، اومه توکيواو ددولت لخواسوداګرو ته دپور ورکولو دپلان نه شتون دخپل کار پر وړاندې ستونزې اوننګونې وبللې .دوى وايي چې دولت بايد دوى ته وخت اوامکانات ورکړي چې خپلې فابريکې بېرته فعالې کړي ، ددوى په وينا دابه ستره بې انصافي وي چې ددوى ٤٠ کلن ملکيت چې شرعي قبايلې يې هم په لاس کې لري او اوس هم ددوى په تصرف کې دى په نورو ووېشل شي . دوى ددولت له لوړپوړيو چارواکيو ، په ځانګړې توګه له ولسمشر حامد کرزي او کابينې څخه په کلکه وغوښتل چې دې موضوع ته پاملرنه وکړي او په دې اړه له بېړې څخه کاروانخلي .دوى وويل چې که حکومت داکار وکړي نودوى او نور سوداګر به نهيلي شي اودلته به پانګه اچونې ته زړه ښه نکړي .
روشن