
.
## په ټولنه کې مطرح کانديدان دي يوپياوړى کانديد وړاندې کړي
##بايد قوي تضمين موجود وي چې حاکمه دستګاه په ټاکنوکې لاسوهنه نه کوي
درنو لوستونکيو !دادى د ولسمشرۍ دټاکنو په اړه د موجودو اندېښنو ،د ددې ټاکنو دمشروعيت او ځينو نورو اړخونو په اړه مو دميدان وردګو له پخواني والي ښاغلى عبدالجبار نعيمي سره مرکه کړېده چې لوستلو ته يې ستاسو پام رااړوو.
پوښتنه:- محترم نعيمي صاحب تاسې خبر ياست چې د اساسي قانون د٦١ مادې له مخې بايد ولسمشر د جوزا د مياشتې په لومړۍ نېټه بل منتخب ولسمشر ته واک وسپاري، خو اوس ټاکنې د١٣٨٨ کال زمري د مياشتې تر ۲۹ نېټې وځنډېدې او کله چې بل ولسمشر ته واک سپارل کېږي ښايي شاوخوادوه مياشتې نوره موده هم ونيسي ستاسې په نظر داتشه بايد څنګه ډکه شي؟
جواب:- په اوسنيو شرايطوکې موږ په ډېرباريکو حالاتوکې قرارلرواوولس ته مختلفې اندېښنې پيداشوي دي واقعيت خودادی چې دجوزا له لومړۍ وروسته چې دحکومت کومه خلا رامنځته کېږي دابايد په منطقي او قانوني ډول ډکه کړو پدې ډول چې هېواد له هېڅ ډول حرج او مرج سره مخ نشي ، دې مودې ته بايد قانوني مشروعيت پيداکړو او که حکومت قانوني مشروعيت ونلري نو په خلکو يې اطاعت لازم نه وي زموږ هېواد تربل هر هېواد ډېر له بحرانونو سره مخ دى او شرائط پکې ډېر حساس دي او موږ هم بايد دانزاکت په پام کې ونيسو ، دا قانوني تشه بايد پدې ډول حل کړو چې زموږ ملي ګټې يې ايجاب کړي داهڅه بايد ونکړو چې څنګه يو تن له واکه وغورځوواو په هرډول چې کېږي بل واک ته ورسوو ،موږبايد دې ته په لوړه مفکوره او ژور نظر وګورو اويوه قانوني لاره ورته پيداکړو ،زماپه نظر بايد دولسي جرګې او دسنامشران ، دملي شورى دواړو مجلسونو دکميسيونونو رئيسان د(۳۴)ولاياتودولايتي شورى ګانو رئيسان ، سياسي رهبران ، دعدليې وزارت آړونداونورګڼ حقوق پوهان سره راغونډشي اوپه شريکه يوعملي لاره پيداکړوتر څوددې قانوني تشې د ډکولو لپاره يوه مناسبه لارپيداکړي .واقعيت خودادى چې ځينې خلک له دې موضوع سياسي استفاده کول غواړي او غواړي چې له خپلو اصلي موخو مو لرې کړي ، چې هغه واقعاَ ازادې شفافې ، بې پرې او دولسمشر ۍ سرتاسري ټاکنې دي ددې لپاره بايد موږ کوښښ وکړو چې ددې تشې دډکولو لپاره يو عملي ميکانيزم جوړکړو کوم چې ما يې پېشنهاد وکړ بل داچې دټاکنو لپاره دې دامنيت زمينه برابره شي ترڅوټول کانديدان وکولا ی شي چې په هرولايت کې خپلې جلسې وکړي ا وټاکنې هم په يوه داسې فضاکې رامنځ ته شي چې څه ګډوډي پکې پيدانشي،په کوموځايونوکې چې زموږملي اردو اوملي پوليس رسيدګي نشي کولای هلته دې ورسره ائتلافي قوتونه همکاري وکړي اوداسې انتخابات بايد ترسره شي چې په اينده کې زموږ ځوانه ديموکراسي دباور وړ وګرځي، يوه دباوراواعتمادفضارامنځته شي .،اوخدای مکړه چې دډېرو کوچنيو ګټولپآره دغه غټه ګټه چې هغه دديموکراسۍ پياوړتيا او دملي يووالي ساتل دي له لاسه ورنکړو .
همداراز پدې اړه بايد پياوړى تضمين موجود وي چې حاکمه دستګاه، که هغه وزيرا ن دي ، که واليان ، که امنيه قوماندانان او که نور په ټاکنو کې لاسوهنه ونکړي ، دکوم ځانګړي کانديد په ګټه کار ونکړي اوکه پياوړى تضمين نه وي ښايي ټاکنې ددولتي چارواکيو تراغيز لاندې راشي او مشروعيت يې له ګواښ سره مخ کړي
پوښتنه : وينوچې لاتراوسه ټاکنوته هم وخت ډېردى اودکانديداتورۍ وخت هم رسماَ نه دی اعلان شوی خوهمدااوس دکانديدانوشمېره (۲۱) تنوته ورسېده تاسې دکانديدانودتعددپه اړه څه وايئ؟
جواب : داخوښه خبره ده چې هرورور اوياخور غواړي چې دافغانستان داينده خدمت لپاره ځان کانديدکړي ،داپه ديموکراسۍ کې دهرچاحق دی خوپه افغانستان کې متاسفانه موږ داسې احزاب نلروچې هغه افغانستان شموله وي يادې واقعاَدنورې نړۍ په څېر ددموکراسۍ له غوښتنو سره سمې سيالي سره وکړي نوکه د(۲۰۰۴) کال انتخاباتوته وګوروداوسني ولسمشر حامدکرزي شاته ځينې بانفوذه جهادي مشران ، کارپوهان، قومي مشران او ملي رجال ودرېدل اودرايوډېر تړون وشوچې په نتيجه کې يې حامدکرزی په سلو کې دڅلورپنځوسو رايو په ګټلو بريالی اعلان شو ،سږ کال (دوه زره نهم) له هغه څخه ډېر تفاوت لري اوس له هرڅه نه زيات پريوبل داعتماد اوباورته ضرورت شته ځکه چې په دغه پنځوکالوکې نه برياوې راغلې دي اونه دخلکواميدونه ترسره شوي که موږ په دې پنځه کاله کې ولس رابيدارکړی وای نونن بايدرايوته پخپله راغلي واي ،اوس هغه حال په ځينو ولاياتوکې هم نشته نوموږبايدپه يو لوی تفاهم سره راټول او هغه کانديدان چې پياوړي دي پخپلوکې سره يواودتفاهم له لار ې سره نژدې شي دوى بايد دولس ستونزې په پآم کې ونيسي اوکه داکار ونه شي اودځانځانۍ حرکتونه شروع وي په دې کې شک نشته چې زموږ ډېر محترم کانديدان به بريالي نه شي دابه ټول په فيصدي حالت کې وي اوزماپه نظر انتخابات شايد دوهم اودريم پړاو ته هم ورسېږي
پوښتنه : تاسې وينئ چې دافغانستان په ډېروسيموکې خصوصاً په جنوب اوجنوب ختيځوسيمو کې امنيت خراب ده اوپه هغه ځای کې دازادوټولټاکنو لپآره زمينه برابره نده که په دې سيموکې ټاکنې ونه شي ستاسوپه نظر داټآکنې به مشروع ياقانوني وي؟
ځواب : مامخکې هم په خپلوخبروکې وويل چې دولت اونړيوالې ټولنه بايد په د ې هکله تلاش وکړي چې په ټولوولاياتواوولسواليوکې دامن فضاوي اوداسې حالت راشي چې هره خوراوهرورور دخپلې خوښې کانديدته رايه ورکړي ،اوهرکانديدوکولای شي په هر ځای کې جلسې وکړي او خلکو ته خپلې اجنداوې واوروي اوکه دافغانستان په يوه ولايت کې هم ټولټاکنوامکان نه درلوده داانتخابات مشروعيت نه لري .
پوښتنه : خوموږ وينوچې دټاکنووخت ډېر کم دی اودې هدف ته رسېدل ډېروخت غواړي ؟
جواب : دافغانستا ن حکومت اوه کاله له بين المللي ملاتړ برخورداره وو اودوهم داچې ټولټاکنې دولسمشرۍ په پنځوکالوکې يووارکېږي او دټول هېواداو ملت برخليک ورپورې تړلى دى نوپه دوه زره څلورم کې دامکان وو اوکه په دوزره نهم کې داانتخابات ترسره نه شي نودابه خدای مکړه هم دافغانستان حکومت اوهم به نړيوالې ټولنې ته دناکامۍ لقب ورکړل شي ،.نوپکارده چې ددې لپاره جدي قدمونه واخستل شي .
پوښتنه .: له مخالفينوسره دتفاهم په اړه څه نظرلرئ؟
جواب : هرڅوک چې دنظام په راس کې وي دادهغوی دنده ده چې له مخالفينوسره خبرې وکړي اودې ته يې تشويق کړي چې هم په سياست ،بيارغاونې او هم په کلتورمسايلو ټولوشيانوکې برخه واخلي له دې ټاکنوڅخه دافغانانويواځينۍ هيله همداده چې بايدپه اينده کې ددې جنګونواوبدبختيومخه ونيسونولاره يې همداده چې موږ منتخب ولسمشر اويوپياوړی ټيم ولرودهغه نظام يوه وظيفه به دغه وي چې دتفاهم لاره خپله کړي اوهم له مخالفينواوهم له هغه چاسره چې مروروي خبرې وکړي .
پوښتنه : کوم وخت چې دښاغلي کرزي لخواصديق چکري دارشاد ،حج اواوقافووزارت ته معرفي شوتاسوپرې کلک غبرګون وښوداونتيجه يې داشوه چې پارلمان هغه ته داعتمادرايه ورنکړه خواوس هم هغه دهمدې وزارت سرپرستي کوي اوکارته ورځي که چېرته له دې سره سره چې پارلمان هغه ردکړ اوبياهم ددې وزارت سرپرست پاتې شي نوستاسې غبرګون به څه وي ؟
ځواب : زه فکرکوم چې موږبايدپه راتلونکې کې داسې مصلحتونه وکړوچې په هغه کې زموږابدي او ملي ګټې وي اويوڅه اصلاحات راپيداشي نه داچې خدای مکړه يوه ډله کمزورې کړو، همدغه چکري صاحب وو چې څه موده مخکې يې دې حکومت ته نامشروع حکومت وايه چې په همدې حکومت کې ماهم کارکاوه اوده پرموږ ډول ډول تورونه لګول په داخلي اوخارجي مطبوعاتوکې يې داسې خبرې کولې چې هغه له چاسره نه ښايېدلې نوپه دې خاطردازمالپاره دتعجب وړ وه چې هغه چکري صاحب په هماغه حکومت کې چې ده به پرې ډول ډول تورونه لګول نن دحج اواوقافووزير ګومارل کېږي ،نوپه دې خاطرماداغبرګون وښوده اوپاتې شوه دپارلمان خبره چې ده ته يې رايه ورنکړه واقعيت دادی چې پآرلمان دڅلوروکالوراهيسې دپوخوالي اوملي مفکورې په طرف روان دی اوپه پارلمان کې داسې څېرې شته چې ښه ته ښه اوبدته بدووايي ،خبره داده چې پارلمان ده ته رايه ورنکړه اوکه دی بياهم وزارت ته ځي نودادولسي جرګې له تصميم سره ظلم دى حتی هغه نور وزيران چې سلب اعتماد شوي هغوی هم پخپلوڅوکيوکارکوي چې دانامناسبه او ناقانونه کار دى ، داچې پارلمان دولس کوردی اوموږبايددولس دکور احترام اودرناوی وکړو ترڅوچې هغوی ته دازمينه برابره شي چې نورهم نيک کارونه وکړي اوبل بايدموږداعتماد فضارامنځته کړونه دبې اعتمادۍ اوداکاردبې باورۍ پر لور ګام دی داچې چکري صاحب او نور دپارلمان لخوا سلب اعتماد اشخاص اوس هم دوزارت سرپرستي کوي داواقعاًله اساسي قانون اوولسي جرګې سره جفاده .
په افغانستان کې شخصيتونه کم نه دي کرزی صاحب بايد بل څوک معرفي کړي اوهرڅوک چې دپارلمان پرېکړه پرې شوې وي اومناسب يې نه ګڼي هغه نورددې دندې لايق ندى دهغه مخه دې ونيول شي .