
دميدان وردګودپخوانى والي عبدالجبار نعيمي څرګندونې
دراونو ستونزو دحل لپاره دې دې پياوړى ميکانيزم جوړ شي
دميدان وردګو پخواني والي او پخوانى ډيپلوماټ ښاغلي عبدالجبار نعيمي دهېواد پر سياسي زعامت ،موجود دولت،ولسمشرۍ ته پر کانديدانو اونور ليډرشيپ غږوکړچې دافغانستان دروانو ستونزو دحل لپاره دې دولس دغوښتنو په رڼاکې يو هراړخيز اوپياوړى ميکانيزم جوړ کړي.
ښاغلي نعيمي چې نن يې په کابل کې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل چې دافغانستان شرائط په ډېر حساس پړاو کې دي او په دې پړاو کې بايدټول افغانان خپل ديني او ملي رسالت ترسره کړو .
ده وويل چې اوس زموږ هېواد دستونزو په ګرداب کې راګير دى او دهرې ورځې په تېرېدودملت ستونزې نورې هم زياتېږي ده ،همدااوس زموږ دهېواد په ډېرو برخو او په ځانګړي ډول په پښتون مېشتوسيموکې دښوونې او روزنې سستم ډېر کمزورى او له نشت سره برابر دى ،ده وويل چې ورونه او بچيان مو نالوستي او له جنګي ذهنيت سره لوييږي ، دبيارغونې او دوطن دابادۍ کارونه هم په نسبي ډول له نشت سره برابراو ولسونه ځپل کېږي ، په بيلابلو پلمو او دبېلابېلو اړخونو لخوا کړول کېږي او وژل کېږي ، ښاغلي نعيمي وويل چې زموږ دهېواد اويا سلنه خلکو دکرنې او مالدارۍ له لارې ژوند کاوه خواوس مو دا
سکتور هم فلج شوى ، نوموړي زياته کړه چې هېواد مو نور دمخدره توکيو دمادي او معنوي زيان دپيټي وړلو حوصله نلري او په کلکه يې بايد دکرنې او ترافيک مخه ونيول شي .
ده زياته کړه چې پدې ميکانيزم کې بايد دنشه يي توکيو دکاروونکيو درملنه هم په پام کې ونيول شي.
ده وويل چې راشئ يو داسې ميکانيزم جوړ کړو چې سوداګر او خصوصي سکتور مو په هېواد کې په ډاډه زړه کار او پانګونه وکړي ،د فابريکو جوړولو، دکانونو وېستلو او له نورولارو هېوادوالو ته کار ومومو.
ده غږ وکړ چې د ولس لپاره بايد رښتونې ديموکراسي او ولسواکي ډالۍکړو، په ټوټاکنو کې دولس دګډون لپاره هراړخيزه زمينه برابره او ددې ميکانيزم دپلي کولو لپاره په هېواد کې دمېشتو بهرنيو ځواکونو مرسته ترلاسه کړو.
ده وويل چې امنيت د ژوندانه ترټولو ستر ضرورت دى خو اوس دپلازمېنې کابل په ګډون دهېوادپه لويه غوڅه برخه کې امنيتي ستونزې موجودې دي چې ددې حالت له منځه وړل دهېوادوالو يوه لويه غوښتنه او اړتياده .
ښاغلي نعيمي په ولس کې دباور ،اعتماد ، اتفاق او يووالي اهميت ته اشاره وکړه اوغوښتنه يې وکړه چې ديوې نېکمرغه او پرمختللې ټولنې لپاره پريوبل اعتماد او باور،اتحاد او اتفاق بنسټيزه اړتياده او ددې فضا دراژوندي کولواو تقويه کولو لپاره بايد هلې ځلې وشي .
ده وويل چې زموږ چارواکي او مشران بايد د سالم انتقاد داورېدلو زغم او برداشت ولري او انتقاد بايد له ځان سره دښمني ونه ګڼي، ده زياته کړه چې انتقادکوونکي هم بايد سالم او اصلاحي انتقاد وکړي او له تخريبي او توهينوونکيو انتقادونو څخه دې چې نورې ستونزې هم زېږوي ډډه وکړي .
دميدان وردګو پخواني والي وويل چې دولس دباور او اعتماد داخستلو او خپلولو لپاره بايد يوبل پسې له پروپاګند ډډه وکړو او هڅه وکړو چې هغوى ته خپل هغه خدمتونه چې ورته موکړي او يا يې په راتلونکي کې ورته دکولو اراده لرو وړاندې او رايې او باور يې ترلاسه کړو.
ده د سالم رقابت پروجود ټينګار وکړ،. دايې دملت په ګټه وباله خو منفي او تخريبي رقابت يې دولس لپاره هلاکوونکى وباله .
ده، دهېواد او ولسونو په جوړولو کې درسنيوونډه هم مهمه وبلله او هيله يې وښوده چې رسنۍ بايد پدې اړه مثبت رول ولوبوي .نوموړي درسنيو له چلوونکيو او ټولو مسؤولو چارواکيو څخه وغوښتل چې دخپل هېوادد اصيل اوبډاى کلتور دساتلو او دنورودکلتورونو ددودولو مخه دې ونيسي ، ده وويل چې موږ داسې کلتور لرو چې بايد پرې ووياړوخو له بده مرغه نن زموږ دا اصيل کلتوراو نورمادي او معنوي ارزښتونه له هرې خوا له ګواښ سره مخ دي .
ده وويل چې رسنۍ بايد داسې خپرونې وکړي چې مثبتې لاس ته راوړنې موډېرې شي ، داسې نه چې خداى مکړه له موجودو لاسته راوړنو هم بې برخې شو.
دنعيمي په وينا په دې ميکانيزم کې چې ده يې دجوړولو لپاره غږ کړى دى بايد له مخالفينو سره خبرو، جوړجاړي اوتفاهم ته ځانګړى ځاى ورکړل شي ده وويل چې مخالفينو ته بايد په هېوادکې دخدمت، ډاډه ژونداو دهېواد دبيا ودانولولپاره دبرخې اخستلو بلنه ورکړل شي .
بايد ويل شي تېرزيږديز کال کې چې د جرمني په برلين ښار كې ، دافغانستان د ۲۰۰۹ زكال د انتخاباتو او امنيت په اړه د (HEINRICH BOLL STIFUNG) انسټيټوټ لخواغونډه جوړه شوه.نو دې غونډې ته هم ښاغلى عبدالجبار نعيمي وربلل شوى و، ده په هماغې غونډه کې هم پر نړيوالې ټولنې غږ كړى وو،چې د انتخاباتو كمېسيون بايدد افغانستان د حكومت او نړيوالې ټولنې تر څارنې لاندې په خپلواكه او شفافه توګه چارې ترسره او ددې كمېسيون د غړيو امنيت او خونديتوب بايد تامين شي تر څو ازاد، عادلانه او شفاف انتخابات ترسره شي. هغه همداراز ويلي وو چې د امنيت خرابوالى به پر انتخاباتو اثر وكړي.هغه ويلي وو چې په انتخاباتو كې د ګډون لپاره بايد سياسي ګوندونه، ډيموكراټيك بنسټونه ، مدني ټولنې، د مېرمنو ټولنې ، ديني عالمان، قومي مشران او عام ولس وهڅول شي. او په دې پروسه كې دې ولايتي شوراګانې، دولسي جرګې غړي او سيمه ايزې شوراوې هم راګډې كړاى شي. هغه دبرلين په غونډه كې ويلي،چې د انتخاباتو د نوم ليكنې پروسې ته دې يو شفاف ميكانيزم رامنځته شي، چې په ټولو ولايتونو كې يوشان نوم ليكنه وكړي. هغه ويلي وو، چې د ۲۰۰۴ ز كال په انتخاباتو كې په پاكستان او اېران كې مهاجرينو ته په انتخاباتو كې برخه وركړل شوې وه، نو د ۲۰۰۹ ز كال په ټاكنو كې دې هم ونډه وركړل ش
ي او په ولايتونو كې دې دعامه پوهاوي لپاره غونډې او سيمنارونه جوړشي او ولس ته دې د انتخاباتو د ګټو په اړه پراخ معلومات وركړل شي. ښاغلي نعيمي ويلي وو،چې افغان حكومت، ناټو او ولس بايد په ګډه را يو وركولو ته زمينه مساعده كړي.او د ټولو ولايتونو وګړيو ته يو شان د رايې وركولو زمينه مساعده شي. او دانتخاباتو د كمېسيون د چارو دشفافيت لپاره دې نړيوالې ټولنې استازي دغه چارې تر څارنې لاندې ونيسي. ښاغلي نعيمي ويلي وو چې د ۲۰۰۴ ز كال په توپير به د ۲۰۰۹ ز كال په انتخاباتو كې ډېر خلك برخه وانخلي. خو د نړيوالې ټولنې فعال ګډون او هلې ځلې كولاى شي، دانتخاباتو لړۍ كاميابه او شفافه كړي.
روشن