اواز مې نه اوري!

اواز می نه اوری دا کاڼه پښتانه
په لر او بر باندی میشته پښتانه
له درانه خوبه به یی څنګه ویښ کړم
دا د غفلت په خوب ویده پښتانه
لکه چی دی غم له پیدا نړی کی
په برخه خوار دا پښتانه پښتانه
خپلو کی غم د یو او بل نه وینی
په غټو سترګو دا ړانده پښتانه
غم تر هغو به تری نه ونه وځی
تر څو نفاق باندی اخته پښتانه
د بخت بیړی به یی روانه څنګ شی
یو بل ته ناست دی په ماشه پښتانه
د دوی حالت باندی اسمان هم ژاړی
کله به شی نور اسوده پښتانه
که له حالاتونه خبر نه کړی ځان
د مرګ په خوله به وی پراته پښتانه
دیرو ضمیر نن په پيسو خر څ کړی
ځکه ورک شوی دی درانه پښتانه
له جنګه خلاص به شی دوی هله مطیع
که شی خپل منځ کی ‎ټول جرګه پښتانه
مطیع تر منځ یی اتفاق غواړی نور
ډوب په نفاق خواره واره پښتانه
مطيع الله رووفي
2010