ښاغلي يون ته ډالۍ:

 
 دا په سر سوی بورا دې دی چمنه
که ختلی شین لوګی ستا له خوار تنه
 
ستا ټوټی ټوټی اندام خو چا ټول نه کړ
 
وینی څاڅی دی له څیری پیراهنه
زما بلار ورته عبرت سبق ورکړی و
نن ویریږو ولی دومره له دښمنه
کوم ظالم په دغه حال کړب زما موری
چی نن خیزی اسویلی دی له دهنه
استعمار بادونو  ګل په رژیدو کړ
ځکه خیزی می لمبی اوس له بدنه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
کړم سلام درته خورکۍ په دواړه لاسه
څو بیتونه درته لیکم له اخلاصه
الهی رحمت په تا دی ارین یون وی
خدای دی وساته ظالم او له خناسه
د ملالی نوم ژوندی دی یو ځل بیا کړ
دا ذلیله پردی پال له کوره باسه
څو ژوندی یم ستا په نوم می افتخار دی
ته نازو یی ته زینب یی له اساسه
تکړه اوسه شوم هدف درنه خپل نکړی
پردی پاله اجیر خوره دا له فارسه
په همت دی ستمیان ټول مختورن کړل
لکه تندر پری تل غورځی سم له پاسه
بی غیرته پښتنو ته  غیرت زده کړه
ایمان ورکړه چی نور وځی له وسواسه
بی همته پښتانه دی له تا جار شی
 
هسی ناست چی په څوکو دی ډوډی خلاصه

اصولی صیب  په تا هم تل تحسین وایم
دا خبره درته ښه په یقین وایم
زمری یی په  ولله دافغان خاوری
 
شه رحمت په شهامت دی زرین وایم

درته وایمه لالی چی ښه افغان یی
زیږولی مور باتوره با یمان یی
دشمانا د افغانانو کړی په ګوڼډو
 
د افغان په نوم مدام ښه قهرمان یی

خو افسوس دی زما ورونو په هغو
چی نیولی یی څوکی د پښتنو
اعتراض کولی نشی دوی له ډاره
چی  خفه  یی نشی بادار د ګاونډو
بی غیرته پښتانه چی تل سکوت کړی
څنګ یی وګڼم استازی د زمرو
د خاین نه ورته بل خطاب می نشته
پکی نه وی چی ایمان عیرت پښتو
دی حساس وخت کی چی غږ نه کړی راپورته
زمونږ نه دی نه به شی په زمانو
اجیران دی معاشخوره د پردو دی
ځرڅوی د مور پړونی او ابرو
ونه وایی. که دا لاستی می خبل نه وای
غوځولی تبر نشوم د وختو
دسیسه کی هرخاین  ورسره شریک دی
ګوندی ګران به وی جرت تل د پردو
هم پوهیږم چی د ډیرو ورسه لاس دی
دوی اخیستی راله یو یو په پيسو
لری نه ده چی همدا حالت به تیر شی
افغانان به دشمنان کړی په ګونډو
د خوشال او د ا حمد دور به راشی
راروانه ده دا ورځ ده د راتلو
 
دا سرټیټی پښتانه به ښکته ګوری
وی زلیل به، دوی به وی د تماشو ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ یونه بیدار شه هر وګړی کلک ولاړ درسه په څنګ دی
هر یو میدان به ګټی چی افغانیت باندی دی ننګ دی
ته قدردان یی یونه واقعی افغان یی یونه
تحسین په تا شه پردی پالو سه دی جنګ دی
هر یو میدان په ګټی چی افغانیت باندی دی ننګ دی
څو چی زوندی وی افغان وی زمری به افغان
تل دی په وینه کی د ننګ او غیرت رنګ دی
هر یو میدان به ګټی چی افغانیت باندی دی ننګ دی
دا د افغان قومونه سره خبل منځ کی ورونه
ته ییی ګذار په هغو چی دا ولس تری نه تل تنګ دی
هر یو میدان به ګټی چی افغانیت باندی دی ننګ دی
تاته افغان وچت دی هر مسلمان وچت دی
یی سوله خوشی ستا په سوله کی نوم دنګ دی
هر یو میدان به ګټی چی افغانیت باندی دی ننګ دی
په حقولی پوهیږی په وررو ولی پوهیږی
د حق لباره د باطل سه دی نن جنګ دی
هر یو میدان به ګ‎ټی چی افغانیت باندی دی ننګ د
ته قهرمان یی یونه څومره بی شان یی یونه
مطیع کړی فخر په تا ځکه نو اوس خمار بی بنګ دی
هر یو میدان به ګټی چی افغانیت باندی دی ننګ دی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ که وطن که می جانان دی
یو می روح بل می ایمان دی
ما په دواړو زړه بایللی
راته ګران هر یو له ځان دی
له وطنه نه ځاریږم
له جانانه سر قربان دی
په وطن می مدام ننګ دی
بی جانان زړګی وران دی
په وطن کی می استوګنه
یار د مینی می جهان دی
که وطن می وجود ساه ده
یار د زړه می روح روان دی
مطیع دواړه دی ګوګل دی
بی له دواړو ژوندون ګران دی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭