
خزان تیر دی د ګلبو ټو سری غوټی په غوړیدو به شی
د جانان د پيغلتوب خولګی وروورو په مسیدو به شی
سپرلی راغی نسیم راوړلی وږمی د بیابانونو
خوشبوی د سنبل زلفو د اشنا په خوریدو به شی
د اسمان لمنی سری شوی زیړی لمر په ډوبیدو شوه
مازیګر دی د نظر سره نطر په لګیدو به شی
دا په ما باندی ظلمونه ستا له هر اړخه کیږی
ورځ راځی به دا د وینو فواری په ودریدو به شی
ستا په زړه باندی تنڼاکی می ایښودی لا به یی ږدمه
اتفاق او اتحاد کی افغانان په جوړیدو به شی
د تورتم مخ به ورکیږی سهارونه راروان دی
هر یو بڼ کی سپینه پرخه په ورو ورو په وریدو به شی
خیر که می د زړه وینی نن خوری او پری مړیږی نه
ای سامراجه ستا دا ټول غرور قدرت په ډوبیدو به شی
پام کوه ناهیلی مطیع نه شی ورځی لږی پاتی دی
لری نه ده د ا جګړی زمونږ تر منځ به ختمیدو به شی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
خاونده پاکه ربه زعیم سم را
نور په سمه مو روان کړه پوخ قدم را
د جګړو نه د ولس نفرت پیدا کړه
د ټوپک په ځای ځلمیانو ته قلم را
چی جګړو څځه نور لاس واخلو په بیړه
نور د سولی امن درس په هر یو دم را
چی د بڼ مړاوی ګلونه مو تازه شی
نور سپرلی او سهارونو کی شبنم را
د وطن باغ چی ښایسته تر او تازه وی
ټوکیدلی سره ګلان رقم رقم را
پاکه خدایه د مطیع لاس تا ته پورته
هر افغان ته د وطن فکر همدم را
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
په کور راغلی پردی
دغه ناولی پردی
خدایه حیران یم ورته
بچی مو وژنی پردی
پخپله خاوره می اوس
په کور راخیژی پردی
پښتون اوس خپل کاله کی
حلالوی یی پردی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
په ډیر غرور دلته راغلی خلک
ککړ په جرم دا ناولی خلک
زما په خاوره چی فتنی جوړوی
دغه شین سترګی خدای رټلی خلک
دغه چنګیز او هلاکو په زوره
وژنی بچی راله او ښکلی خلک
لکه د روس به له دی خاوری تیښتی
دا دشیطان ابلیس ملګری خلک
دی دشمنان زما د دین او پښتو
کړی به په ګوڼدو یی سپیڅلی خلک
هم لری نه ده چی په دار به یی کړی
مطیع ولس او دا د کلی خلک
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭