
سترګو کی چی ما سره دی وعده وکړه
ما ورته په مینه تلوسه وکړه
ما خو پیژندله دنیا ستا په سر
ولی دی حجاب رانه پرده وکړه
ولی دی جانانه ارمانی کړمه
موړ په دیدن نشوم تا غصه وکړه
دیری بدی شپی می په ځان تیری کړی
دی کی بی وفا یار لا ګیله وکړه
مه غواړه عاشقه د جانان مینه
شی به خواراوزار که دی اسره وکړه
نه وه د بخښنی دا شیطان غماز
ولی دی مطیع دا حوصله وکړه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زلفی مارانی دی ولول څنګه کړم
خال د لنډی زنی دی ښکل څنګه کړم
سلګی سلګی د یتیمانو اورم
زړه می دردیږی دردیدل څنګه کړم
یمه یواځی لاس نیوی می نشته
د جنګ جګړو نه ودریدل څنګه ګړم
مالیار حفه دی رانه لری تللی
رانه وچیږی ښکلی ګل څنګه کړم
کر د ګلانو می خزان کی وکړ
ګلاب شین نشوه او سنبل څنګه کړم
راشه ګلونه می له لاسه واخله
پردی وطن کی یی ساتل څنګه کړم
اوس د مطیع د باغ ګلونه وچ دی
ډالی د ګلو د وربل څنګه کړم
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
راسره ستا یاره د تلو ویره ده
په زړه می بل د لمبو سرو ویره ده
داچی په زغرده درکتلی نشم
د خمارو سترګو کتو ویره ده
ستا د جفا په تیغ حلال حلال یم
په اننګو کی د سپرلو ویره ده
په ناز کاته چی دی یو ځلی وکړه
ستا د تیرو تیرو بڼو ویره ده
ستا په ځوانی باندی بهار راغلی
ستا د ښایست اوازی لاړلی چی
زما به زړه کی د سلګو ویره ده
غمازنیولی راته لاری کوڅی
دلته چی اوس د تیریدو ویره ده
راسره واکداره په کاله می نشی
د دی راغلو میلمنو ویره ده
ښکاری دوکه ده اوچلونه دی تول
د بشر پالو د نارو ویره ده
مطیع احطیاط کوه غلط پری نشی
له شاوخوا د ګاوندو ویره ده
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
راځه د سترګو توره پسرلی راغلی دی
د میو نه ډک جام راته ساقی راوړی دی
د سرو شرابی سترګو په کتو یی ښه نشه یم
راځه د یار خماره لیونتوب ختلی دی
د سترګو جنګ به وګړو دواړه سترګی به نن تول کړو
له هوشه می بی هوشه کړه ما هوډ نیولی دی
بی هوشه چی د یار په مینه نه وی مینه نه ده
قانون د عاشقی کی یی لیونتوب لیکلی دی
د مینی خواږه تل د عاشق زهن او په خیال کی
هیریږی نه چا خوند چی د وصال څکلی دی
ما زړه وه صبر کړی چی به نوره مینه نه کړم
کتو دی زما زړه یو واری بیا ریبلی دی
په مینه کی چی مړشی پاک شهید ورته خطاب شی
جنډی سری پری ولاړی عاشقانو څلی دی
چی ځان به یار قربان نه کړی نو مینه یی مه بولی
هغه مینه یادګار شی چی یی سر بایللی دی
خطا چی درنه نه شی مطیع ځیر ځیر ورته ګوره
ورواړوه دی سترګی د یار پوری کلی دی
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ستا د مخ ډیوی دی پری مین یم
ستا د در کوڅی دی پری مین یم
خیر دی یو ځل واوره دا خبره می
تش سوی ګیلی دی پری مین یمه
هیلی می د زړه تالا والا شولی
ستا ستم څپی دی پری مین یمه
څه دی وکړه عشقه تا ملنګ کړمه
غم سره می شپی دی پری مین یمه
خیر دی که بیلتون رانه جدا کړلی
سری د اور لمبی دی پری مین یمه
نه ستنیږم عشق څخه مطیع وای
ښی د درد شیبی دی پری مین یمه
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭