
مبارک: له ۱۹۸۱ز څخه تر ۲۰۱۱ز پورې!!!
د مصر په حکمرانانو کې له محمد علي پاشا وروسته، حسني مبارک هغه کس دی چې په دې هیواد یې تر ټولو ډیر واک چلولی دی. ده د جمال عبدالناصر او سادات په پرتله، د مصر اقتصاد ښه وځلوه. په خوراکي توکو، کالیو، فرنیچر جوړولو، او دوا په تولید کې یې د قدر وړ کارونه وکړل. د پارلمان د غیرحاضرو وکیلانو خلاف یې ګامونه پورته کړل؛ بې کاره وزیران یې له دندو ګوښه کړل خو بیا هم دغه سړي ته د یوه داسې چا په سترګه کتل کیدل چې په سیمه کې د امریکا متحد او له اسراییلو سره یې خواخوږي درلوده. ۶ځلې پرې حملې ترسره شولې خو ترې روغ ووت. ده سیاسي سیستم ته وده ورنکړله او کور دننه سیاسي وضعیت یې تړلی وساته. په ټاکنو کې هیڅکله ځان له مخالف مشر سره مخامخ نکړ. د خپل ځان ټاکلو لپاره تل په ۱۹۸۷ز،۱۹۹۳ز، ۱۹۹۹ز کې د ریفرینډم له لارې راغی. په باندني سیاست کې یې له روسیې سره د سادات د وخت شلیدلې اړیکې یو ځل بیا ورغولې. د صدام ضد ټلوالې کې یې امریکا ته لاس ورکړ چې له یوې خوا یې مصري فوځ ته بې دریغه مرستې جلب کړلې او له بلې خوا یې یو ځل بیا عرب لیګ ته لار وموندله.
د ۲۰۱۱ز ۱۸ ورځنیو لاریونونو د مصر دغه اوږد مهالی دیکتاتور وپرځوه.
که تاسو په پورته مالوماتو یو ځل چټک تیر شئ، پوه به شی چې د شاهي حکومت له پرځیدلو وروسته، مصر کومه ځانګړې وده چې سړی دې پرې وویاړي نه ده کړې. که څه شی شوي هم وي، هغه د حالاتو تقاضا وه/ده! نه مصر په سیمه کې په یوه اتومي ځواک بدل شویدی او نه یې هم کوم غوره اقتصادي وده وکړله.
له بل پلوه تاریخي شالیدونو ته په کتلو سره سړی ویلای شي، چې د اسراییلو د راتګ او د هغوی د بقا لپاره، امریکا مجبوره وه چې په مصر کې فوځیان واک ته ورسوي. له یوې خوا یې فوځیان واک ته ورسول او له بلې خوا یې بیا اسراییلو ته دیکته کړله څو په مصر وروخیژي او د سینای صحرا او د ګولان لوړې لاندې کړي. د سینای او ګولان لوړو په نیولو سره حتماً مصر غبرګون ښوده. جمال د سینای په بایللو سره په سیمه کې د عربي نشنلیزم داعیې ته ضربه ورسوله. ژورخفګان، او غوسه ددې سبب شوله، چې د عربو معنوي پلار د زړه د حملې له کبله مړ شي.
سادات د خپل ځان د بقا لپاره مجبور و، چې د سینای ستونزې ته د پای ټکی کیږدي. سادات د امریکا په اشارې روسان له مصر څخه وویستل او د جمال عبدالناصر د وخت ګرمې اړیکې یې له منځه ویوړلې. په سینای وروخوت او د ګولان لوړې یې ونیولې. د بارلیف کرښه یې له منځه ویوړله. امریکا او ایران د سولې لپاره مداخله وکړه. اسراییلو رسماً په سیمه کې د یوه هیواد حقوقي شخصیت خپل کړ او د مصر په څیر یو لوی، تاریخي او په سیمه کې اغیزمن هیواد سره د میز شاوخوا برابر کیناست.
samiullahelam@gmail.com