
سادات:
که څه هم د خپل نشنلیزم له کبله یې نوم پیدا کړ خو په خدماتي برخه کې یې رول کمزوری و.
د جمال وروسته، انور السادات د ۱۹۷۰ز د اکټوبره په ۱۵مه واک ته ورسیده. سادات د جمال او نجیب سره د شاهي کورنۍ د فاروق په پرځولو کې برخه اخیستې وه. کله چې نوموړی واک ته ورسیده نو شاوخوا جنرالانو او د ناصر د حکومت پخوانیو څیرو فکر نه کاوه چې د سادات حکومت به ډیر دوام وکړي. ده ته خلکو د ناصر له زاویې لیدل او دی یې د یوه داسې حکومت پاتې شونی باله چې د نوي زیږیدلي اسراییلو په مقابل کې یې د سینای صحرا له لاسه ورکړې وه. خو د خلکو د انګیرنو سرچپه، سادات یو عجیبه انسان راووت: ده په هیواد کې څو ګوندیز سیستم ته د فعالیت اجازه ورکړله؛ له روسانو سره یې اړیکې غوڅې کړلې او په ۱۹۷۳ز کې یې سینای له اسراییلو بیرته ونیوله. دغه جګړې ته عربان یوم کفور وایي! په سینای دده برید دومره زورور او ناڅاپي و چې اسراییل او عربي نړۍ دواړه یې ګوته په غاښ کړل. ده له اسراییلو څخه د سینا صحرا او د ګولان لوړې بیرته ونیولې.
د بریا څخه وروسته، سمدستي ده له اسراییلو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د عربي نړۍ لومړنی مشر شو، چې له اسراییلو څخه یې رسمي لیدنه وکړله. له اسراییلو سره د سولې تړون د لاسلیک له کبله ورته د نوبل جایزه ورکړل شوله. که له یوې خوا له اسراییلو سره د سولې تړون ده ته په لویدیځ کې ځانګړی شهرت او نوم ورکړ خو له بل پلوه دغه تړون ددې سبب هم شو، چې مصر له عرب لیګ څخه وویستل شي (۱۹۷۹ز څخه تر ۱۹۸۹ز). سادات پخپل ژوند کې له څلورو کسانو څخه اغیزمن و:
الف: کمال اتاترک د ترکیې
ب: ګاندهے د هندوستان
ج: د جرمني له نازي فوځ څخه چې څنګه هغوی په ډیر کم وخت کې د برتانوي استعمار په مقابل کې په یوه ځواک بدل شول.
د: ظهران، هغه لومړنی مصری چې د یوه انګریز په وژلو اعدام شو
سادات په کاري امورو کې ځانګړی جراآت درلوده او دده جراأت هغه وخت په ثبوت ورسیده، کله چې ده خپل مرستیال صبري علي او د استخباراتو مشر شراوي جمعه له دندو لرې کړل. ده پخپل وخت کې د ایران له محمد رضا شاه پهلوي سره اړیکې وغځولې او د ایران پارلمان ته یې په فصیحه پاړسي وینا واوروله (۱۹۷۱ز). د اسراییلو او مصریانو ترمنځ په سولې کې د ایران پادشاه رضا پهلوي مهم رول ولوبوه.
د سادات دوره په لاندو ټکو کې خلاصه کولای شو:
1. په سیاسي سیستم کې رغښت
2. اقتصادي سیستم کې رغښت
3. د اخوانیانو ازادول
4. له هیواده د روسانو ویستل
5. له اسراییلو د سینای او د ګولان د لوړو نیول
6. له اسراییلو سره د سولې تړون لاسلیکول او رسماً هغوی د یوه رسمي هیواد په توګه منل
د سادات وژل کیدل:
د سادات د حکومت په اخرو شپو ورځو کې، په مصر کې کورني تاوتریخوالي زیات شول خو سادات په دې باور و، چې روسیه غواړي په سوریې او لیبیا کې سیمه ایز متحدین دده په ضد وکاروي. د اخوان المسلمین په ګډون نورې اسلامي ډلې د انورالسادات له هغې پریکړې ډیرې خوښې شولې چې په هیواد کې یې څوګوندیز سیستم اعلان کړ، او د اخوان زنداني مشران یې خوشې کړل. له اسراییلو سره د سادات د سولې تړون ددې سبب شو، چې اسلامي ډلې دده خلاف راوپاریږي او خپله دغه پاریدنه دده په وژلو سره سړه کړي. د جماعت اسلامي ډلې چې مشري یې ړوند مذهبي عالم عمر عبدالرحمٰن کوله، خالد اسلامبولي چې په فوځ کې یې دنده ترسره کوله، د سادات وژلو ته تعیین کړ. د ۱۹۸۱ز د اکټوبر په شپږمه، مصر د بارلیف لیکې د ماتیدنې او سویز ګټلو بریا لمانځله چې سادات د برید لاندې راغی.
په برید کې د سادات، د کیوبا سفیر، یو عماني جنرال په ګډون ټول ټال یوولس کسان ووژل شول.
ټپيان عبارت وو له: مرستیال ولسمشر حسني مبارک، د اتریش دفاع وزیر جیمز طولي، او څلور امریکایي نظامي صاحب منصبان!
دده د جنازې په مراسمو کې په یوه وخت دریوو امریکایي ولسمشرانو هر یو جیرالډ فورډ، جیمي کارټر، او ریچارډ نکسن ګډون وکړ چې په خپل ذات کې یو استثنایي کار ، برخه اخیستې وه. د ۲۴ عربي هیوادونو څخه یوازې عمان، سوډان، او صومالیا خپل استازي د جنازې مراسمو ته لیږلي وو.
د اسراییلو په رسمیت پیژندنه!
په سینای حمله، د ګولان د لوړو نیونه؛ په یو وخت کې په سوریې، مصر او اردن حمله ټول هغه شیان وو چې امریکا په سیمه کې غوښتل د اسراییلو لپاره یې ترسره کړي او په دې هیوادونو که په ټولو نه کیږي خو په یوه او مهم یې فشار وارد کړي څو د امریکا زیږیدلي ماشوم ته د یوه بالغ شخصیت په سترګه وکتل شي او د خبرو اترو میز ته ورسره کیناستل شي.
سادات د خپل جراأت له کبله ځانګړی شهرت درلوده. له اسراییلو سره د سولې تړون که له یوې خوا دده لپاره د سر په خطر تمام شو خو له بلې خوا یې یو ښه، واقعي، حقیقت ته نږدې ګام پورته کړ.
دغه تړون سادات ته څو مهمې ګټې په نصیب کړلې:
الف: نوبل جایزه
ب: په فوځي برخې کې مرستې
ج: د روسانو له بلاک څخه وتنه (کیدای شي ځینې دا یوه بریا ونه ګڼي خو امریکایان د روسانو په پرتله مهم وو چې باید ورسره معامله شوې وای)
د اسراییلو په رسمیت پیژندلو سره، مصر له عرب لیګ هیوادونو څخه د لسو کلونو لپاره ووت. که عربانو دغه مهال د مصر په پل، پل ایښی وای او اسراییل یې په رسمیت پیژندلي وای، نو ممکن د ډیرو فلسطیني ځوانانو د مرګ مخه به یې نیولې وای، فلسطین به د یوه هیواد په توګه په سیمه کې مطرح شوی و، فلسطین به نوره سیمې او ځمکې له لاسه نه ورکولې.
اوس هم عربي ملکونه له اسراییلو سره پټې او د بوسو لاندې اړیکې ساتي. دغه ډول اړیکې له هغو اړیکو چې عربانو د اسراییلو د رسمیت پیژندلو په صورت کې له اسراییلو سره درلودلې، ډیرې خطرناکې او د فلسطینیانو په زیان دي. په عربو کې فلسطینیان له یوې خوا له نسلونو خلاص شول او له بلې خوا په سیمه کې خورا واره پراته وګړي دي چې اوس حتیٰ په اردن، سوریه، عراق، کویټ او قطر کې د دریم درجه وګړو حقوق هم نه لري.
samiullahelam@gmail.com