
پښتون خوځښت له نوم سره تاسو ان شاالله بلد یاست! پښتون خوځښت د 2012ز د مارچ په 11 رسما خپل غبرګون د زنګ اباد د کرغیړنی پیښی په اړه چی د کندهار په پنجوایی کی د 17 بی ګناه وو چی ماشومان هم په کی شامل وو د شهادت سبب وګرځیده وښود.
دوی یو ستر او پروخت ګام پورته کړ! پښتون خوځښت دا ځل د ولایتی سفرونو په لړی کی پکتیا راونغاړله(می ۲۰۱۲،۱۸). ما ولیدل چی همزولی ورونه می او ځینی مشران په خورا زړه راښکون سره غونډی ته راغلي وو. د پښتون خوځښت انجینر عبدالسمیع چی تازه له یو ټکره روغ راوتلی وو په ګوډه پښه تر پکتیا پوري غونډی ته ځان رسولی وو. چی واقعاً د ستاینی وړ دی!
کله چی سړی د خلکو دا ډول احساسات ګوري نو مایوسی یی کډه کوي خو د حیرانی خبره داده "هغوی چی ځانونو ته مشران وایی ولی خلک نشي هڅولی چی په ځان پسی یی بوځي!"
ما عین الیقین سره ولیدل چی خټی جوړول لږو اوبو ته اړتیا لري. اړتیا شته او دغه اړتیا باید پوره شي. خلک احساسات لري؛ خلک له مشرانو هیلی لري او که دغو هیلو ته چا نن ځان ورساوه نو ګټونکی به شي! کنه بیا به ځوانان هر یو په جلا او انفرادی ډول د مسولیت احساس کوي او میدان ته به رادانګي!
ګیله دا وه چی ډیر خلک مو راغوښتي وو خو پوره نه وو راغلي! ما خو چی ولیدل څومره شمیر کی چی چوکی هوری وی نو ټولی ډکی وی! نو بس دی کنه!
کفیت ته په کمیت باید ډیر کار وشي!
پښتون خو ځښت ځان د ټولو افغانانو سیاسی جرګه بولي! که لاس نیوی یی وشي دغه خلک ډیر ځلیدلی شي! خلک انتقاد کوي چی پښتون خوځښت په خپل نوم کی د پښتو کلیمی په درلودلو سره د شقاق او جدایی بیراغ اوچتوي خو خبره داسی نه ده!
مونږ پښتانه یو! هو!
مونږ وژل کیږو! هو!
مونږ رټل کیږو! هو!
ژبه مو ځای نه لري! هو!
مونږ څوک نه مني! هو!
اکثریت یو! هو!
نو بیا ولی او له څه باید وډار شو؟
خپل نوم اخیستل، له خپله ځانه دفاع کول که تعصب او جدایی وي نو مونږ په همدی کټګوری کی در واخلی! دا زمونږ ستونزه ده چی مونږ تل سیاسی برخورد نه دی کړی خو دا نور په خپلو بازاری او مصنوعی برخوردونو سره په مونږ غښتلي او وتلی دي!
ډاکټر عبدالله او قانونی د خپل حاکمیت پرمهال زمونږ د وژلو تړون له پردیو سره وکړ خو مونږ تراوسه چوپ پاتی شوو! که دا کار مونږ کړی وای، په رسنیو کی به یی په مونږ څه جشنونه جوړ کړي وو! څومره شعارونه او بنرونه به په واټونو کی ځوړند وو چی "پښتون خاین دی!"" زمونږ په نسل کُشی پسی یی راخیستی دی!"
دغه خلک سیستماتیک برخورد کوي! خو مونږ بیا هسی نه یو! مونږ "مونږ" ته په پيښو ستونزو اوچتولو او برسیره کولو شرم راځي! ځان راته متعصب ښکاره کیږي!
پرون همدا اقلیتونه او مشران یی وو چی له پردیو سره د هیواد په تجزیی کی په غونډو شول خو زمونږ سیاسی ګوندونو او مشرانو هیڅ هم ونه کړل! نه یی خلاف لاریون وکړ او نه یی خلاف اواز پورته کړ!
دا چی په تلویزونونو کی څو نفرو ددی کرغیړن عمل خلاف خبری وکړی کور یی اباد! خو اغیز یی هومره نه دی څومره چی دیوی سیاسی جرګی او سیاسی ټلوالی دی!
که څوک په پښتون خوځښت انتقاد کوي چی خون ګرمه ځوانان دي نو اوښتونونه خو هم همدی ځوانانو راوستی دي!
که ورسره کیدای نه شی؛ سمه لار ورښودی نه شی نو خلاف یی خبری هم مه کوی! لاره یی هم مه ډبوی! که بهترین عمل ونه کړي نو خرابی هم نه کوي! بربادی هم نشي راوستی! ځکه چی نه توپ لری او نه هم ټانک!
دوی که بل هیڅ هم خلکو ته نشي ورکولی دومره خو کولای شي چی خلک یی سټیج خپل سټیج وبولي او د خپل د زړه اواز پورته کړي!
په دغو کسانو کی وړتیا شته خو که په ښه ډول څوک ګټه تری پورته کړي!
هغه چی ځانونه پنډتان بولي ولی نشي کولای چی دغه ځوانان خپل خواته رامات کړي؟ کیدای شي دوی ځانونه له دی ځوانانو ډیر پورته او ډیر رسیدلی بولي خو که خان یی په یاران یی!
samiullahelam@gmail.com