د جان ايف کنيډي معشوقې:

 ژباړه: اجمل روهي
سرچينه: MSN
 (( که چېرې تر درې ورځو پورې به له ما سره کومه ښځه نه وه، نو زما سر به په درد کيده)). دا ډول څرګندونې به ښايي، د يوه جمهور رييس لپاره مناسبې نه ښکاري، خو حقيقت دا دی، چې همدغه څرګندونې، جان ايف کينډيJohn F. Kennedy  د امريکا پخواني جمهور رييس، د انګلستان لومړي وزير جرلډ ويلسن ته د خبرو په مهال په ډاګه کړي وې.
جان اف کينډي په دې مشهور و، چې له ښځو سره مينه لري. ځينو به دی په دې برخه کې له حده زيات افراطي او د زياتو مينو او معشوقو درلودونکي بللو، ځينو نورو به (( د ښځو د پارولو ډياول يا شيطان)) په نوم يادولو.
که څه هم د خپلې ميرمنې ((جېکي کينډي)) سره يې د مينې ښکلې کيسه نامتو ده، خو له دې سره سره يې له خپلې ميرمنې سره په وارو وارو خيانت کړی دی.
 

د جان کينډي ميرمن
 
د جمهور رييس جان اف کنيډي د وژنې د ۵۰ مې کليزې په مهال به ځينې هغه کيسې او څېرې راواخلو، چې د مينې کيسې يې له ده سره تړلي ښکاري.
 

مېرلين مونورو
((مېرلين مونورو))  ـــ د کينډي د معشوقو په لست کې تر ټولو نامتو ميرمن ده.  د هاليوډ بېسارې نامتو لوبغاړې، د نړيوالې سينما د سکس سمبول، هغه څوک چې هر سړی يې خپلولی شو. خو داسې ګونګسی و، چې ميرلن مونورو يوازې يو سړی غوښتلو، د نړۍ تر ټولو ځواکمن شخص-  جان اف کنيډي.
داسې ويل کيدل، چې نوموړې د کنيډي په مينه کې سخته ګرفتاره وه او په دې اند وه، چې تر يوې معشوقې دا ډير حق لري. مېرلين مونورو دې پرېکړې ته رسيدلې وه، چې خپله مينه به نوره نه پټوي او د خپلې مينې د اړيکو په هکله به هر څه په ډاګه کوي. هغه په دې هکله دومره جدي وه، چې يو ځل يې د شپې لخوا سپينې ماڼۍ ته تيلفون وکړ او خواراکۍ جېکي کينډي ته يې وويل، چې له ميړه سره يې مينه لري. دغو څرګندونو ته لومړۍ ميرمنې داسې ځواب ورکړ: (( دا خو ډير عالي ده....... زه به درنه ولاړه شم او تاسې به زما ټول پرابلمونه حلوی)). دغه جمله په خپل يوه کتاب کې ليکوال (( کريستفر انډرسن))، چې دکنيډي کورنۍ په هکله دی، راخيستې ده.
که څه هم جېکي لومړۍ ميرمن وه خو مونورو هغه معشوقه وه، چې تر ټولو زياته يې ترې سترګه کوله (ويره يې ترې درولوده او احتياط ورسره شوی وای).
 

 
 جرمنۍ سينمايي لوغاړې ((مارلين دېتريښ)) په هکله ويل شوي، چې نوموړې د پلار او زوی دواړه معشوقه وه. وروسته له هغې، چې له جوزف کينډي ( پلار) سره يې يو لنډ د مينې داستان درلود، له جان کينډي سره هم وروسته اړيکې پيدا کوي، که څه هم چې په عمر ترې لويه وه.
جوزف کينډي (پلار) په ۱۹۳۰ کلونو کې له دې فلمي ستورې سره اړيکې درلودې. د کينډي د ژوندليکونو نه په يوه کې يې ويل شوي، چې جان کينډي څو ځلې له مارلين دېتريښ نه پوښتلی و، چې په رښتيا يې د پلار سره د مينې اړيکې وې او که دا يوازې سياسي وې. مارلين به ډاډ ورکولو: (( ستا پلار هڅه کوله خو ما ورسره نه منله)).
دا مالومه نه ده، چې د دې ميرمنې خبرې رښتيا وې او که يوازې د جمهور رييس د ارامولو لپاره وې، خو مړي نه ژوندي کيږي او په دې هکله به موږ ښايي هېڅ وخت مالومات تر لاسه نکړو.
 
ميمي الفورډ
په سپينه ماڼۍ کې يوه بله ميرمن (( ميمي الفورډ))، چې ستاژ يې تر سره کولو، هم له کينډي سره د مينې اړيکې خبره کوي؛ دغه راز د کينډي تر مرګ ډير وروسته په ۲۰۰۳ ز کال کې هغه مهال په ډاګه شو، چې نوموړې په دې هکله کتاب وليکلو او دا ۶۹ کلنه وه.
ميمي ۱۹ کلنه وه، کله يې چې په سپينه ماڼۍ کې د رسنيزو چارو په برخه کې په کار پيل وکړ. سپينې ماڼۍ ته د ورتګ په څلرمه ورځ کينډي خپل دفتر ته وروبلله او د سپينې ماڼۍ د ورښودلو وړانديز يې ورته وکړ. کينډي همداراز د مشروبو د څښلو ست هم ورته وکړ، که څه هم دا لا ۲۱ کلنۍ ته نه وه رسيدلې. او څه چې وروسته پېښ شول دا نو بيا دومره پټ راز  نه دی.
د راتلونکې جمهور رييسانو لپاره سپارښتنه: تاريخ موږ ته رازده کوي، چې له ځوانو ستاژرانو نه بايد ځانونه ليرې وساتو!
 
 
جوديت
ځينې په دې اند وو، چې د ((جوديت)) برکت و، چې جان ايف کينډي جمهوري رياست ته ورسيد. نوموړې ادعا کوي، چې لا هغه وخت يې له کينډي سره د مينې رشته وه، کله چې دی لا سناتور و او ټاکنيز کمپاين يې پر مخ بيولو. نوموړي په خپل ژوند کې همداراز له سندرغاړي فرانک او ګينګستر( باج اخيستونکي بدمعاش) سېم جانکن سره هم د ګوړې لاين عځولی و. ځينې د دې خبرې پخلي په ټينګه سره کولو، چې جوديت د کينډي او  ګينګستر تر منځ د اړيکو کړۍ وه، چې په ټاکنو کې د کينډي په جمهور رييس کيدو کې يې مهم رول ولوبولو.
جوديت وايي، چې له کينډي سره يې تر دوه کلونو پورې اړيکې درلودې او هغه مهال، چې جمهور رييس شو دا به پټه ورته سپينې ماڼۍ ته راتله.
جوديت وروسته له ۲۸ کلنو دغه پټ راز هغه مهال افشا کړ، چې د سرطان په ناروغۍ اخته شوه او په ۱۹۹۹ ز کال له دې نړۍ نه وکوچيده.
 

ګونيل فون پوسټ
يوازې څو اونۍ مخکې له دې، چې جان ايف کينډي له جېکي سره واده وکړي، پر يوه ۲۱ کلنه سويډنۍ (( ګونيل فون پوسټ)) باندې يې هغه مهال زړه وبايللو، چې د فرانسويانو سيمو ته د رخصتۍ د تيرولو په موخه تللی و. مينانو وروسته يو بل ته د ليکونو په ليږلو پيل وکړ.
په ۲۰۱۰ ز کال کې د کينډي د مينتوب ليکونه په بولۍ کې خرڅلاو ته هم وړاندې شول. ۱۱ ليکونه او ۳ تيلګرامونو پر دغه داستان هم د سموالي مهر ولګولو.
 
 
ماريا پينچوت مېير
داسې ښکاري، چې د کينډي په معشوقو کې تر ټولو د پلټنې وړ او مرموزه ښځه ماريا پينچوت، چې انځورګره وه او مخکې د سي ای اې د يوه تن کارکوونکي (( کورد مېير)) ميرمن وه، چې د جېکي کينډي نږدې خورلڼه هم وه.
د مينې د دغه رومان په هکله لومړی ځل په ورځپاڼو کې رېپوټونه راغلل. د ګونګسو پر بنسټ، دغه ميرمنې پر کينډي باندې، د اټومي بې وسله کولو او د کيوبا سره د نږدې کيدو په مسايلو کې اغيز درلود.
وروسته له هغې، چې د ۱۹۶۳ ز کال د نومبر په ۲۲ نېټه، جان ايف کينډي ووژل شو، ماريا مېير د خپل ژوند د ژغورلو په هڅو کې شوه. نږدې يو کال وروسته هغه هم په داسې مهال ووژل شوه، چې ۴۴ کلنۍ ته يې دوه ورځې پاتې وې.
داسې اوازې وې، چې نوموړې په هغه راز خبره وه، چې د کينډي د وژل کيدو لامل وګرځيد او د دې ميرمنې لهمرګ سره دغه راز هم تر خاورو لاندې شو.
 
جين ايليزا تيرين
په ۱۹۴۵ ز کال کې جان ايف کينډي، د يوه فلم د شوټنګ پر مهال له يوې ښايسته لوبغاړې (( جين ايليزا تيرين)) Gene Eliza Tierney سره اشنا کيږي. نجلۍ د کينډي ستاينو او پارونو ته ټينګه نشوه او دا د دوی د مينې داستان پيلامه شوه.
يو کال وروسته کينډي، دغه د مينې داستان ته هم د پای ټکی کېښود، ويې ويل، چې د ده لپاره د ده سياسي چارې اوس مهمې دي. له دې سره سره، د دغه ښايسته لوبغاړې په مقابل کې يې کمزورتيا په خپل ځای پاتې وه.
 
 
اينجي ډيکسون
(( زما د ژوند تر ټولو غوره ۲۰ ثانيې)). په دغو الفاظو سره سينمايي لوبغاړې اينجي ډيکسون، ګواکي له کينډي سره د خپل داستان په هکله تبصره وکړه. نوموړې هم د کينډي د مينې په سريال کې يوه برخه وه.
 
 
جيل کوين
جيل کوين هم د همدې لړۍ يوه بله څېره ده، چې په سپنه ماڼۍ کې يې په مطبوعاتي برخه کې دنده درلوده او د کينډي له نورو هغو سره هم بلده وه، چې يوې يې پخلی هم کړی دی.
 
 
 
پاميله تيرنور
داسې ښکاري، چې جان ايف کينډي، د خپلې ميرمنې له پرس سکرټرې ((پاميله تيرنور)) سره هم تارونه غځولي وو. دغې ۲۱ کلنې ښايسته نجلۍ د ده له ميرمنې سره هم ډير ورته والی درلود.
 په سپينه ماڼۍ کې خبريال ((نورمن  لېستېر)) هغه مهال ليکلي و، چې جېکي هېڅکله له دومره ډيرو ښځو سره د د کينډي د اړيکو له امله اندېښنه نه کوله، خو کوم څه چې ورته د زغم وړ نه وو  هغه دا وو، چې کله به يې ميړه د شپې په مهال د ډوډۍ له ميز نه له بلې ميرمنې سره پاڅيدلو او بښنه به يې غوښتله او وتلو به، تر څو خپلې ((اړتياوې)) پوره کړي، دا به يې د ځان لپاره توهين بللو.
 

بلېز سټار
بلېز سټار پخوانۍ سيکسي نڅاګره، چې په شپېتمو کلونو کې ډيره نامتو وه وايي:  هغه مهال، چې کينډي لا جمهور رييس نه و، دوی په سټريپ ـــ کلپ کې ليدنې کتنې درلودې او داستان يې جاري شو.
 
د جان کينډي له دومره ډيرو عشقي داستانو سره، ايا د ده ميرمن هم ده ته وفاداره وه؟ په لومړيو کې يې وفاداري ښودله، خو وروسته دې پايلې ته ورسيدې، چې دا هم د دې ډول اړيکو د تارونو د غځولو حق لري.

د نوموړې د مينې کيسې دومره مشهوره نه دي، خو داسې ګونګسې وې، چې له يو شمير فلمي ستورو او پانګوالو سره يې اړيکې درلودې.
جېکي کينډي د جان کينډي تر مرګ وروسته څلور کاله، د وژل شوي جمهور رييس د مشر ورور ((بوبي کينډي )) سره يوځای وه.