
د زړ ګی وینی می خالقه اسویلو سره ځی
په ژړا ژړم دیتیمو د سلګو سره ځی
زما سلګی سلګی ارمان وچ شوه له سولی سره
ستړی ارمان د زړه لوګی می د لوګو سره ځی
ستونی به وچ شی خو ناره د ازادی به کړمه
هره ناره د خپلواکی د قافلو سره ځی
د چا نظر وه چی یی واچولو یو بل سره
د هجر شپی دی امتحان د مرحلو سره ځی
ځلمو تړلی ملا روان د ازادی په لور دی
ظالم ښامار به په ګذار د دی ځلمو سره ځی
سپیدی ماتیږی لمر راخیژی د رڼا څړیګی دی
د تورورشپوزړونه سحر په لګیدو سره ځی
د زنی خال دی ما لیدلی د سپوږمی په مخ کی
ظلم به نور د زرین لمر د راختو سره ځی
ای د ابدال د بڼ ګلانو حوصله پکار ده
دغه تورمخی ګاوندیان به له توبو سره ځی
غیرت ایمان پښتو همت خو پاک الله خوښوی
مطیع افغانی مور روزلی د پښتو سره ځی
((((((((((((((((((((( )))))))))))))))))))))
د وخت ملا خو خوار مجنون رټلی
په بیا بان سر ځکه بیلتون رټلی
مرض چی زور شی نو انسان شی ضعف
مرګی ظالم خو تل ژوندون رټلی
ګیله له بل نه ده یو ګرم پخپله
پښتون پخپله خپل پښتون رټلی
دا نړیوال کوی میچنی په ما
نن او سبا لا یی پرون رټلی
اوس به ډغری خورم د ورور له لاسه
چی یی مدام پخبل بدلون رټلی
ارادی لوړی تر اسمانه می وی
پړاو بړاو کی هر ازمون رټلی
لمن به وړم تشه له ګلو څخه
په بی رحمی دغه قانون رټلی
مطیع ستا نه دی نه د زاته دی دی
چی هره ورځ دغی قارون رټلی
((((((((((((((((((((( )))))))))))))))))))))
په زړه سوری لکه غلبیل ګیله له چانه وکړم
لکه شپیلی زده به د ژوند راز له نوا نه وکړم
غزل غزل ځوانی د یار لکه غندل د ګلو
کله به وی چی یی په مخ سجده بیګاه نه وکړم
سینه به څیری شی خو ستون به له ګلپاڼو نشم
د مینی زده کړه به له خوار بلبل ادا نه وکړم
اوس می تکل کړی کتو د خو نخورو سترګو ته
زړه می سوری شوه دا پوښتنه به اشنا نه وکړم
د تورتمونو ښامار پروت دی د تورتم په زړه کی
سبا دی چیرته دا تپوس چی له سبا نه وکړم
وخت به راځی، وی مخ تورن به دا بی پته خلک
بیا د زری زری حساب به په اسانه وکړم
زما د سر قاتله ټینګ شه وخت دی لږ پاتی دی
اوس لری نه ده ، دا پوښتنه به له تا نه وکړم
یاره د عشق دې ناکردو دی یم په زړه داغلی
ورځ د قیامت کی به می لاس ستا تر ګریوانه وکړم
ما د سینی د پسرلی غوټی لیدلی چی دی
مطیع ته وایم چی دیدن یی څنګه ورانه وکړم
((((((((((((((((((((( )))))))))))))))))))))
تیره باڼه دی لکه غشی اوری
څنګ به کتو کتو کی شکار نه یمه
ټوټی ټوټی زړګی راټول به نشی
لا د سامراجه نه وزګار نه یمه
خوی د جنون کړم د صحرا سه بلد
څنګه مجنون به خوار او زار نه یمه
زاهد نیولی یمه ستا په تومت
څنګ به منصور غوندی په دار نه یمه
ستا د راتګ زیری ریشتیا شوه یاره
څنګه په زړه به ناقرار نه یمه
شونډی او خوله د وجود هره برخه
څنګه به تا ته انتظار نه یمه
وریځی لیندی باڼّه دی غشی یاره
څنګه به ستا د نظر تار نه یمه
ریبار دی زیری د راتګ راوړی
څنګه به ناست درته په لار نه یمه
د مینی سوال د مطیع هیر چی دی کړ
څنګه به زه په زړه بیمار نه یمه
((((((((((((((((((((( )))))))))))))))))))))