پکتيکا کې د يوه کورنۍ ۷ ماشومان د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

\"\"
د پکتيکا والي وياند مخلص افغان وايي، چې  نن وروسته له غرمې نږدې درې بجې د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ د ملېزو په سيمه کې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ اوه تنه تنکي ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي
د ده په وينا دغه ماين د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ د ملېزو او شنې څاه ترمينځ په لويه لار کې خښ شوی و، چې په يادو ماشومانو د لوبو پر مهال وچاودېد او له امله يې مرګ ژوبله رامينځته شوه، د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ اوه تنه تنکي ماشومان وژل شوي دي، د يادې کورنۍ مشر ښاغلي عبدالحميد وويل(( ټول ماشومان د زامنو او لوڼو له لوري مې لمسيان کېدل، دوی د اقرا لومړني ښوونځي زده کوونکي وو، ظالمانو مې د لمسيانو ژوند واخيست))