
جانانه تا چی تور زلفان پورته کړل
زما په زړه دی ښاماران پورته کړل
لوګی لو ګی دی د ادا نه شمه
تا په ادا باڼه کمان پورته کړل
د تورو زلفو په زنځیر بندی شوم
کوړی وړی چی دی بیشان پورته کړل
د تور سترګو بلاګیر دی یمه
خاوری ایری می اوس په ځان پورته کړل
له کومی ورځی چی مطیع مین دی
تا یی په زړه چړی توپان پورته کړل
)))))))))((((((((
ارمان می دا دی چی کابل وګورم
جوخت د یارانو سره خبل وګورم
د سر په سترګو یی دیدن وکړمه
کلی کورونه یو یو ګل وکورم
د سر د سترګو نه بناه که می دی
د زړه په سترګو یی ښه تل وګورم
سترګو کی اوړی می رااوړی مدام
میشته قومونه یی ول په ول ووینم
زما د زړه دنیا زما خاوره ده
د زړه می ګل د زړه بلبل وګورم
مشافر یمه خو هیریږی می نه
چی د بابا د پټکی ول وکورم
هر ولایت خو می بیل بیل یادیږی
ټولو سه یو ځای چی زابل وګورم
ارمان پوره کړی د مطیع نور ربه
د پښتنی لیلا وربل وګورم
)))))))))((((((((
په سپیرو دشتو کی ګلاب لټوم
به خړ سیلاب کی روڼ حباب لټوم
د جنګ ډګر کی چی په زغرده ولاړ
هغه رستم هغه صحراب لټوم
زما سپیری دشتی خړوبی چی کړی
سپیرو ډاګونو له سیراب لټوم
ستا د هجران شیبی په ما وریږی
یمه بیتابه ځان له تاب لټوم
ماسه دی وعده وکړه په سترګو کی
اوس خماری سترګی شراب لټوم
ما خو خوښوله مینه ستا په نوم
ته چی رانه لاړی اضظراب لټوم
یار ته می د مینی سجده وکړله
سپیره تندی می په محراب لټوم
راز وه ستا د مینی پری پوی نشومه
ګرځمه کتاب پسی کتاب لټوم
غم راسره پاتی شوه چی ته نه یی
ځکه په زړا سترګی دریاب لټوم
نشی نور زغملی مطیع دا ظلم
راشه نوی ژوند له نوی باب لټوم
)))))))))((((((((
جانانه بی تا نه نیمګړی یمه
ستا له نظر نه پوروړی یمه
ستا د دی پور ادا به څنګه وکړم
اغیارو ستا لار کی نیولی یمه
څنګه په خوله به ستا نامه واخلمه
د کلی خلکو دی رټلی یمه
زړه می درځی پښی درتللی نشی
عشق دی له هر څه نه ویستلی یمه
ما چی هر ځل درته اظهار کړی دی
په کاڼو تیګو دی ویشتلی یمه
مطیع په مینه ستا پوښتی یاره
زړه که دی یم که دی ویستلی یمه
ـــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ـــ ــ ــ
اسمانه ما خو درته نه ویل چی غصه غصه شه
ظالمی ځمکی ما خوو نه ویل چی لمبه لمبه شه
د افعان خاوره کربلا دی کړه بهیږی وینی
یذیده ما خو درته نه ویل چی جګړه جګړه شه
زما د زړه وینی دی وڅکلی تازه دی شوه مخ
ظالم دشمنه ما خو نه ویل چی څربه څربه شه
په زور راغلی یی واکدار زما د کور او کلی
شین سترګی یاره ما خو نه ویل چی کوربه کوربه شه
د بی وسی پوری می خاندی خپل کاله کی ولی
توره خونخواره ما خو نه ویل چی دیره دیره شه
غچ درنه اخلی مطیع وایی وخت راغلی دی دی
پښی وباسه دواړه خبلی دوه قرضه قرضه شه
)))))))))((((((((