شعرونه:

 سترګو کی کتل د مینی نشه ده
یار زړه کی ساتل د مینی نښه ده
پورته چی باڼه کړی لږ په ناز باندی
غشی یی ویشتل د مینی نښه ده
- - - - - - - - - -
هغه زړه پښتون دی چی لر بر غواړی
قوم ورباندی ګران په بیه د سر غواړی
تل یی بلا واخلم چی پښتون دی نر
خپل ولس لپاره یی چی یون دی نر
جګه به شمله کړی د بابا نو بیا
لاړ به شی دشمن  مدام په شاه نو بیا
ـ ـ - - - - - ـ ـ
په پردی وطن کی اوسم
پردی ژبه ، پردی ژبه
زما ژبه هم تړلی
په پردی ژبه ګړیږم
خپله خاوره می سور اور ده
پکی سوزی می قومونه
زه له لری ورته ګورم
زه هم سم ورسره سوزم
رانه اوس دی دومره لری
چی واټن یی دومره ډیر دی
د زرګونو غرونو شا ته
ډیر سيندونه مو په منخ کی
هلته یواخی رانه باتی
هلته یواخی  ده راګیره
د فیلانو په پنجو کی
زما هیڅ له لاسه نه شی
نه کومک می ورسیږی
ولی دومره شومه لری
خدایه نشمه ورتللی
دغه ګرانه مور یواخی
څنګه وژغورم له چانه
یوخو نه  دی
نه دا کیږی په اسانه
دومره ډیر بری راتول شوی
ډیر ملکونه پری دیره دی
خدایه ته خو نجات ورکړی
پدی مور می رحم وکړی
د مطیع دغه دعا ده
 
چی له دی زوره شی خلاصه
ـــ ــ ــ ــ ـــ ــ ــ ــ ــــ 
تل ایمان غیرت د پښتو نښه ده
زړه کی سراسر د پښتو نښه ده
زه تری قربانیږمه قربان یی شم
یار کی سر په سر د پښتو نښه ده
جګه دی شمله کړه د بابا په نوم
ستا قوی ټټر د پښتو نښه ده
ښکل دی کړل داغونه پښتنی پیغلی
سرکی دی پرهر د پښتو نښه ده
هغه چی پښتو غواړی پښتون دی نو
تل یی لراو بر د پښتو نښه ده
تیر به شی وختونه خو بدلیږی نه
هر افغان نظر د پښتو نښه ده
ځی منګی په سر مازیګرونو کی
دلته خو ګودر د پښتو نښه ده
مه وایه مطیع چی حیا لاړله
 
دا کاته اوتر د پښتو نښه ده
ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ 
د زړ ګی وینی می خالقه اسویلو سره ځی
په ژړا ژړم  دیتیمو د سلګو سره ځی
زما سلګی سلګی ارمان وچ شوه له سولی سره
ستړی ارمان د زړه لوګی می د لوګو سره ځی
ستونی به وچ شی خو ناره د ازادی به کړمه
هره ناره د خپلواکی د قافلو سره ځی
د چا نظر وه چی یی واچولو یو بل سره
د هجر شپی دی امتحان د مرحلو سره ځی
ځلمو تړلی ملا روان د ازادی په لور دی
ظالم ښامار به په ګذار د دی ځلمو سره ځی
سپیدی ماتیږی لمر راخیژی د رڼا څړیګی دی
د تورورشپوزړونه سحر په لګیدو سره ځی
د زنی خال دی ما لیدلی د سپوږمی په مخ کی
ظلم به نور د  زرین لمر  د راختو سره ځی
ای د ابدال د بڼ ګلانو حوصله پکار ده
دغه تورمخی ګاوندیان به له توبو سره ځی
غیرت ایمان پښتو همت خو پاک الله خوښوی
مطیع افغانی مور روزلی د پښتو سره ځی
ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ ــ 
دا ژوندون راته زندان دی
پکی بند یم پکی پروت یم
پکی اوسم زولنی دی
پکی ستړی یمه ستړی
شبه او ورځ دی شوګیرونه
د تن غوښی می دوړیږی
د زړه غوښی دلومه
غواړم نوی یو څه وکړم
ژوند له خوبه پاڅومه
دا ولس غواړم چی ویښ شی
خو افسوس چی
 دا زما خوله خو وړه ده
هم لاسونه می تړلی
زه خوهیح نه یمه هیح
خالی تش هسی کالبود یم
 
فقط ساه راپکی ګرخی
مطيع الله رووفي‎