
کابل ،۱۳۹۲ ، لړم ۸. داحمدشاه بابا
روغتون دزېږنتون نوې څانګه به نن پرانستل شي ، دغه خبره خپلواکې ،نړیوالې
،روغتیایی ادارې اېم اېس اېف چې بې پولې
ډاکټران هم یادېږي ، نن په کابل کې جوړه
شوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وکړه.
دغه
نوې څانګه به د نوموړي روغتون چې دکابل په ۱۲ ناحیه کې دی، دنسا یی او ولادي پاملرنو ظرفیت ۲۱ بسترونو ته لوړ کړي. دزېږون څخه وروسته پاملرنو لپاره د۱۳
نویو بسترونو ترڅنګ به دزېږون لومړنۍ مرحلې خونه له ۷ بسترونو څخه ۱۱ ته اود زېږون خونه به له ۳
بسترونو څخه ۷ بسترونو ته لوړه شي. روغتون اوسمهال په ټولیز ډول ۶۹ بسترونه لري.
دروغتون
دزېږنتون په څانګه کې هره میاشت په اوسطه توګه ۱۰۰۰ ولادتونه ترسره
کېږي اود۲۰۱۳ کال په لومړیو ۹ میاشتو ۹۴۴۸ ولادتونه شوي دي ،یوازې داګست په میاشت کې دزېږون شمېر ۱۴۱۳ ته
لوړ شو.
داحمد
شاه بابا روغتون دچارو همغږي کوونکی ډاکټر
ایدي آتې وایی” موږ په پرله پسې توګه ګورو چې نسایی او ولادي خد متونو ته دخلکو اړتیا ورځ په
ورځ زیاتېږي دغه نوې څانګه به پرزېږنتون فشار راکم کړي او دهغه مېرمنو لپاره
چې به زېږنتون کې زېږون کوي دلوړکیفیت خدمتونه تامین کړي ”
اوسمهال په
روغتون کې د اونۍ په ۷ ورځو کې څلوریشت ساعته دزېږون متخصصین موجود دي ، او عملیات
خونې په فعال ډول کارکوي
داحمدشاه
بابا روغتون سربېره،بې پولې ډاکټران دهلمند په بست روغتون او داېم اېس ېف دخوست په
زېږنتون کې هم نسایی اوولادي خدمتونه وړاندې کوي.
دبې
پولې ډاکترانو دروغتیایی چارو مرستیال ډاکټر مسعود نسیم وایی “په افغانستان
لا تراوسه هم دنسایی او ولادي خدمتونو په برخه زیاتې ستونزې موجودې دي اودا ډېره اړینه ده چې ټولې مرستندویه ټولنې او
اړوندې ادارې په ګډه کار وکړي ترڅو دغه اړتیا وو ته څواب ووایی ” . ده دبېلګې په توګه دقابلګۍ زده کړو ته اشاره وکړه .”په خوست کې
دقابلګۍ دزده کړې مرکز وتړل شو ، بې پولې
ډاکټران په خوست کې دخپل زېږنتون لپاره د قابلوپه ګمارلو کې له ستونزو سرخه مخ وو
او اوس به دغه ستونزې نورې هم زیا تې شي ”.
مسعود وایی چې بې پولې ډاکټران له ټولو مرستندویه ټولنو څخه غواړي چې په هېواد کې
دولادی او نسایی خدمتونو په برخه کې خپلې مرستې کمې نه کړي.
ددغې
نوې څانګې دپرانستې په مراسمو کې چې نن ترسره شول ، د۱۲ ناحیی آمر صفی الله ،
دشورا مشر ډاکتر محمد سمیع اودنومړی روغتون رییس ډاکټر ستار ګډون کړی وو.
داحمدشا
ه بابا ناحیوي روغتون ، بېړنی ، نسایی اوولادي، جراحۍ، بستري او غیر بستري ، خوارځواکي
د درملنې ، څانګې لري. دبې پولې ډاکټرانو کارکوونکي دعامې روغتیا وزارت
کاروکوونکوسره په ګډه دروغتون په ټولو څانګو کې کارکوي.
دروان
زېږیز کال داپرېل میاشتې راهیسې بې پولې ډاکټرانو به احمدشا بابا اودکابل په ځینو لروپرتو سیمو کې ګرځنده
کلنیکونه فعال کړي . دغه مخنيوونكي ګرځنده کلنیکونه د امیندوارو مېرمنو دزېږون څخه
مخکې او دزېږون څخه وروسته کتنې ، واکسین اود ماشومانو دخوارځواکۍ دحالت څېړنې
ترسره کوي.
بې پولې
ډاکټران داحمد شاه بابا په روغتون کې د۲۰۰۹ کال راهیسې کارکوي.
----------------
بې پولې ډاکټران د خوست په زېږنتون
او دهلمند د بست په روغتون کې هم کارکوي
همدارنګه نوموړې اداره په کندز کې جراحي روغتون لري چې موخه یی دافغانستان دشمالي
خلکو لپاره دبېړنیو جراحي خدمتونو وړاندې کول دي. په ټولو ځایونو کې داېم اېس اېف
خدمتونه وړیا وړاندې کېږي او دبې پولې ډاکټرانو په ټولو روغتونونو کې دسلاننوتل منع دي ترڅو دناروغ خوندیتوب او
ټیکاو تامین شي.
اېم اېس اېف په افغانستان کې له غیر
دولتي خیریه مرستو لخواه تمویلېږي اودهېڅ دولت څخه مرسته نه ترلاسه کوي.