
کابل/خوست،۱۷اکتوبر،۲۰۱۲---- خپلواکه، بشرپاله روغتیایی اداره ام اس اف (بی پولې ډاکټران) د خوست په زېږنتون کې خپل کارونه چې د۲۰۱۲ کال داپریل په میاشت کې په نوموړي روغتون کې دیوې چاودنې له امله ځنډولي وو ، بیا پیلوي.
دروغتون دبیا پرانستې تصمیم دروان زېږیز کال داګست د۲۷ ورځې دجرګې څخه وروسته ونېول شو، چې دبې پولې ډاکټرانو کارکوونکو ، قومي مشرانو دیني عالمانو اودخوست ولایت دټولو ولسوالیو استازو په کې ګډون کړی وواودبې پولې ډاکټرانو دروغتیایی خدمتونو څخه یی کلک ملاتړ څرګند کړ.
په افغانستان کی د ام اس اف استازی بینوا ډی ګریس و ویل\"موږروغتون بیا پرانیزو ځکه دبې پولې ډاکټرانو لپاره موږ دټولنې کلک ملاتړ ترلاسه کړی، اوډاډ من شوي یوچې زموږ ناروغان او روغتیایی کاروکونکي به په روغتون کې خوندي وي\"
داپرېل په میاشت کې په روغتون کې دننه چاودنه وشوه او ۷ کسان یی ټپیان کړل. دغه پېښه یوازې ۶ اونۍ وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې بې پولې ډاکټرانو په نوموړي ولایت کې نوی فعالیت پیل کړي وو، په ورته موده کې په زېږنتون کې تر ۶۰۰ څخه زیات ولادتونه ترسره شوي وو.
\"اوس دا شونې ده چې بې پولې ډاکټران وړیا اولوړکیفیته روغتیایی خدمتونه وړاندې کول د اميند وارو ښځو لپاره بیا پیل کړي ، په ځانګړي توګه دهغه چاه لپاره چې ددرملنې وس نه لري او دهغه چاه لپاره چې پېچلي زېږون ترسره کوي. \"
دروان زیږیزکال تر پایته رسېدلو څخه مخکې چې روغتون بیا پرانستل شي، یولړ اړین لوجستکي کارونه ترسره کېږي او ښځینه افغان روغتیایی کارکوونکو ټيم ګمارل کېږي تر څو دخپلو نړیوالو همکارانو سره یوځای کار و کړي. چې دغه کارکونکي دلوړکیفیته روغتیایی خدمتونو دوړاندې کولو لپاره اړین دي.
دټولنې ملاتړ،د ناروغ خوندیتوب ،روغتیایی آسانتیاوو او روغتیایی کارکوونکوته درناوی هغه څه دي چې دبې پولې داکټرانو لپاره یی داشونیتا رامنځ ته کړې چې په افغانستان کې په دریو نورو برخو او دنړۍ د۷۰ څخه زیاتو هېوادونو کې کار وکړي.
بې پولې ډاکټران دکابل د احمدشاه بابا په روغتون او دهلمند د بست په روغتون کې هم کارکوي همدارنګه نوموړې اداره په کندز کې جراحي روغتون لري چې موخه یی دافغانستان دشمالي خلکو لپاره دبېړنیو جراحي خدمتونو وړاندې کول دي. په ټولو ځایونو کې داېم اېس اېف خدمتونه وړیا وړاندې کېږي اودروغتونونو په ټولو څانګو کې کارکوي.
اېم اېس اېف په افغانستان کې له غیر دولتي مرستو لخواه تمویلېږي اودهېڅ دولت څخه مرسته نه ترلاسه کوي.