
دجنورۍ ۲۷ ،۲۰۱۳
دکندز دپرونۍ چاوندې ۲۲ تنه قربانیان دبې پولې ډاکټرانو
جراحي روغتون ته چې یوه نړیواله ،خپلواکه ،بشري اداره ده ، د درملنې
لپاره راوړل شوي دي .
له دې ۲۲ تنو څخه چې روغتون ته راوړل شوي دي پنځو تنو یی په لار کې ساه ورکړې وه او دوه تنه
یی دجراحۍ پرمهال مړه شول.
هغه ۱۷ کسان چې اېم اېس اېف یی درملنه
کوله ۱۱ تنو یی ژور ټپونه لرل اوژوند
یی په خطر کې وو. زیاتره ناروغان دچاودنې له امله ټپیان شوي وو چې دبدن دغړو اوسرماتېدل همدارنګه بطني ټپیان
په کې شامل وو، ځانګړو عملیاتونو ته اړتیا لري.
آرلین ماریکل دبې پولې ډاکټرانو دکندز سیمه ایز همغږی کوونکی وایی، \"دامهمه
نه ده چې دباندې څه تیرېږي، مونږ ته د ډاکټرانو او ناروغانو لپاره د روغتون خوندیتوب
مهم دی چی ترڅو ډاکټران په یو ډاډمن چاپیریال کي خپل فعالیتونه وکړي او ناروغان پرته
له کومي ویرې څخه ژوند ژغورونکي درملني ترلاسه کړي. نو دهمدي لپاره مونږ نه یوازی د
ایم ایس ایف د کندز په روغتون کي بلکي په افغانستان کي د ایم ایس ایف په ټولو روغتونونو
کي د سلا سره ننوتل منع کړې دي.\"
دټولیزو تلفاتو دپلان په لار اچولو سره چې ناروغان ددوی دټپونو داندازې له مخې
ډلبندي کوي،
روغتیایی ټیم وتوانید چي د ناروغانو اړتیاو ته په چټکه توګه ځواب ووایی.
آرلین ماریکل وویل چې دچاودنې وروسته خلکو په روغتون کې ګڼه ګوڼه جوړه کړه،
دخپلو کورنیو او خپلوانو په اړه یی مالومات غوښتل . که څه هم دروغتون انګړ له خلکو
ډک وو، دلنډ مهال لپاره موږ دروغتون دروازه وتړله
ترڅو موروغتیایی کارکوونکو ته دبېړنیو درملنو لپاره زمینه مساعده کړې وي.
د بې پولې ډاکټرانو دکندز جراحي روغتون د۲۰۱۱ کال داګست میاشتې را پدیخوا په کار بوخت
دی ، چې موخه یی دنښتو او شخړو اویا نورو پېښو
څخه دټپیانو لپاره دبېړنیو جراحي خدمتونو وړاندې کول دي. تر اوسه پورې په نوموړې روغتون
کې د ۱۰ زرو ناروغانو درملنه شوې.
په افغانستان کې دبې پولې ډاکټرانو په
ټولو روغتونونو کې دسلا اسره ننوتل
منع دي ترڅو دناروغ خوندیتوب او ټیکاو تامین شي.
بې پولې ډاکټران دکابل د احمدشاه بابا په روغتون، دهلمند د لښکرګاه د بست په
روغتون او دخوست په زېږنتون کې هم کارکوي،
په ټولو روغتونونو کې بې پولې ډاکټران په ټولو
څانګو کې کار کوي او وړیا روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي.
بې پولې ډاکټران په افغانستان کې له غیر دولتي مرستو لخواه تمویلېږي اودهېڅ دولت څخه مرسته نه ترلاسه کوي.