
نور مو زغم دنارواوو نشته
د وخت ناخوالو لوپټې راته زيندۍ
او شنه بنگړي شني زولنې کړې راته
نور ماتوو زولنې
خپلى گونگۍ ژبې ته غږ ورکوو
چى کړي ناره د خپلواکې اوچته
يو بله شنه ليکه راکاږو د وطن جڼډه کې
ټولى رابولو د ملالې خويندې
په نيمو شپو کې شرنگوو زولنې
د زولنو په شور کې
نوى ټپې جوړوو:
راځې چى کوک په کوک نارې کړو
ويده به ويښ کړو ويښ به خوب وزنگوينه
يابه مو دا ژوندون ژوندون شى
يا به مو سر د غرغرې شمال وهينه
5-10-2010
هما ظفر احمدزى