
ستا د مخ کتاب می ولوست پاڼه پاڼه
دی خوندونه شپه اوږدیږی سحر نشته
د مخ وړانګو دی کړی نوری وړانګی ورکی
سور سالو چی دی کړ پورته نو لمر نشته
په کوم قوم کی چی یی ټول وګړی من وی
خیر به نه وړی ځکه تل پکی سر نشته
یوه ساه ده یو نفس د یو وجود دی
پيښوری که کابلی دی لر بر نشته
له پوکی الله پیدا کړ، ملامته
مریم نه ده د عیسی چی پدر نشته
دا زما چی دغه حال وی ، وي چاودنی
په جومات کی می محراب او ممبر نشته
د هر چا لپاره ځان دی قربانی کړ
مطیع هسی دی په خپلو قدر نشته
**********************
تر اوسه می ساقی خو لا توبه ویستلی نه ده
مزه می هم زاهده لا د می څکلی نه ده
زمونږه دا حالت به وی چی څو پوری ژوندی یو
دا ځکه چی تر اوسه می اوضاع تللی نه ده
اخر به خپل ګدشت پښتون ته شی د اور بڅری
دا ځکه چی یی خبل ورور ته لا لار ښودلی نه ده
د خپل ریبار له لاسه ښکاری ولیږم له ګړنګه
دا لاره نا ا شنا ده د یار خوا ته تللی نه ده
دا وریځی د اسمان د بی وسی پوری می زاړی
تر اوسه می له کور نه لا ژړا وتلی نه ده
پخبله به ورولیږی چا چی ماته څاه ویستلی
نه ما نه زما قام خو چاته لار کیندلی نه ده
ډیر ژر به بدل اخلم زه بچی د ابدالی یم
د ژوند پاڼه مړژواندی ده خو مرګ وهلی نه ده
ریبار خبر راوړی حریفان چوی له حسده
سره چی د وصال وعده لا یار منلی نه ده
پوهیږمه ناصحه چی ته ولی مجنون نه یی
د عشق د اور څپه خو لا په تا راغلی نه ده
دا ته چی تری خوند نه اخلی یی بی مینی صوفی جانه
ادا دی په ناز ناز د خوږ جانان کتلی نه ده
پښتون چی کږ لیچونو د حالاتو کی دی پاتی
تر اوسه خو لا دوی د بابا لار نیولی نه ده
دین ته دی یم تږی مطیع غواړی دیدنونه
لا طمع د وصال می د زړګی وتلی نه ده
**********************************
دولتداران لرو وجدان نلری
په خبل غریب ولس خفګان نلری
پښی یی دلته سر یی بل سره بند
په بل خر څ شوي خوی افغان نلری
دوی سره خیال د خبل ولس نشته دی
عوام لباره کوم ارمان نلری
دوی له پخوانه په پردو خرڅ شوی
چی کړی سرټیت هغه ګریوان نلری
رهبران دوی ته مونږ ویلای نشو
د خپل ولس سره پیمان نلری
لا انتظار کوو له نورو څځه
هر یو له سره نه ایمان نلری
×
وایی سور سپی د شغال ورور وی مدام
خپلو کی جوړ دی بل مرام نلری
لا یو په طمع چی به نوی راځی
لکه د زوړ نوی اقدام نلری
د زوړ او نوی مونږ ته فرق نشته دی
وینی موزبیخی دوی بل کام نلری
طمع ونکړی افغانانو ورنو
ولس لپاره کوم پیغام نلری
×
جوړ کشمکش دی پاچهی لپاره
قدرت لپاره په جنجال اخته دی
سیالی کوی په خپل منځونو کی اوس
په ضد د یو بل اوس مهال اخته دی
تری نه خبر شی افغانانو ورونو
زړه کیسه په زړه ټال اخته دی
دي ریاکاره مجرمیند ولس
د خدای په قهر په وبال اخته دی
مطیع به جوړ له دی ناسوره نشی
چی افغانان یی په بد حال اخته دی
****************************
پښتانه یو دی یو ټبر یادیږی
یو په کابل بل پيښور یادیږی
د دوی ترمڼځه توپیر نه وه کله
که پاس شمشاد کوز پيښور یادیږی
دا پاکه خاوره د بابا خاوره ده
د خوشالخان دایمل سپر یادیږی
کله به ورشمه لمنی ته یی
په زړه وریږی می سپين غر یادیږی
له یوی موره دوی پیدا دی دواړه
په یوه قوم او یو ټبر یادیږی
دا پښتون خوا د دغی سیمی زړه دی
د اسیا زړه کی اکثر یادیږی
بی له افغانه ژوند کولای نشی
ځکه مطیع د زړګی سر یادیږی