
اختره مه راخه تیار نه یمه
ستا هر کلی ته لا وزګار نه یمه
وطن هغه دی چی لیدلی دی وه
د جنګ جګړو نه لا بیزار نه یمه
د بل لپاره قربانی ورکوو
د غم او درده لا بیکار نه یمه
زما د هیلو غوټی وچی شکاری
لا یی په غم کی د مالیار نه یمه
اختره څنګه به دی ونمانځمه
زه چی کاله کی لا قرار نه یمه
چی د جګړو نه لاس په سر شی افغان
بیا به نو هله ګرفتار نه یمه
مطیع پوښتنه له افغانه وکړه
ولې د خپل وطن واکدار نه یمه
مطيع الله رووفي