غزل

 نه د دولت او نه د زر غوښتنه 
پښتنې تل کړي د څادر غوښتنه
درته به ووایم بخښلی مې یې
خو رانه مه کړه د باور غوښتنه
زه له دی خلکو خپل حقوق غواړمه 
نه کړم د ستورو او د لمر غوښتنه
ساده جینۍ یمه ګمراه مې نه کړې
کړمه هر وختې له دلبر غوښتنه
زه به منکره نه شم چیرې ګله 
که رانه و دې کړه د سر غوښتنه
مورجانې ته مې چې په خوب ولیدې 
مورجانې کړه مې د محشر غوښتنه
افسانه غزل